Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

حسد ولے کووم؟او څوك مې چې د دېن حمايت كولو باندې اوليدلو نو د تحرير او تقرير په ذريعه مې د هغوئي فضائل بيان كړي دي او خلق مې د هغوئي طرف ته د مائل كولو كوشش کړے دے. د هغوئي دپاره مې ښه ښه القابات استعمال كړي دي او كتابونه مې شائع كړي دي، چې په هغې باندې د فقير كتاب ’’ اَلْمُعْتَمَدُ المُسْتَنَدُ“ وغيره ګواه دي. اصل كښي حسد د نوم كولو خواهش لرلو سره پيدا كيږي او زما د ربّ كريم د لوئي شان د پاره ډير ډير حَمْد دے چې ما كله هم دا خواهش نه دے كړے بلكه هميشه د دې نه بچ اوسم او په تنهائي كښي د اوسيدلو خواهش لرم.(1)

صَـلُّوا عَلَى الْـحَـبِيْب                         صَـلَّى الـلّٰـهُ تَـعَـالٰى عَـلٰى مُـحَـمَّد

      خوږو اسلامي ورونړو ! د اعلىٰ حضرت، امام اهلسنّت د اعلىٰ اخلاقو نه يو وصف دا وو كه چا به د هغوئي د پاره بد كلمات استعمال كړل نو هغوئي به د صبر او برداشت او د عفو و درګزر نه كار اخستلو د خپل ذات د پاره به نه غصه كيدلو او د انتقام په ځائے به ئې د رضائے الٰهي دپاره هغوئي معاف كول. لكه څنګه چې

د چا له طرفه صفت او مذمت پرواه به ئې نه كوله

      يو ځل د كنزلو نه ډك يو خط راغے. لوستونكي د يو څو كلماتو  لوستلو نه پس هغه خط بيل كيښودو او عرض ئې اوكړو:چې حضور! يو بد مذهبه د خپلي دشمنئ ثبوت وركړے دے .د اعلٰي حضرت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه يو نوي مريد هغه خط راواخستو او لوستل ئې شروع كړل. د اتفاق خبره وه چې چا دا خط راليګلے وو د هغه نوم او پته ليكلي شوي وه، هغه د هغه صاحب [يعني د هغه نوي مُريد] د خوا و شا اوسيدونکے وو هغه ډير زيات خفه شو. هغه وخت خو خاموشه شو خو چې کله اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه د