Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

      مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖد مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]

مَدَني ګل: نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

د بيان اوريدلو  نيتونه

 # ښو ښو نِيَّتونو سره د شروع نه تر آخرې پورې بيان واورئ # پوره تَوجُّه سره د بيان اوريدلو نِيَّت اوكړئ # كه قلم او ډائري لرئ نو د اَهَمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هُم اوكړئ۔

صَـلُّـوْا  عَلَـی الْحَبِیْب!             صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د اجتماع  د بیان موضوع ده ” د اعلٰى حضرت اوچت اخلاق“.

د يو غريب او يتيم ماشوم زړه ساتل

            خليفۀ اعلٰى حضرت مولانا سیِّد اَيُّوب علي رَضَوِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو کم عُمره ماشوم راغلو او د اعلٰى حضرت په خدمت کښي ئې عرض اوکړو: زما والدې صاحبې ستاسو د پاره د [طعام] دعوت کړے دے، صبا سحر تشريف راوړئ۔ اعلٰى حضرت ترينه تپوس اوکړو: دعوت کښي بہ راباندې څه خورئ؟ نو ماشوم چې په دواړو لاسو ئې خپله لـمن نیولی وہ، لـمن ئې خوره کړه چې په هغې کښي د مَيو دال او درې څلور


 

 



[1]   معجم ِ كَبِير سهل بِن سعد الساعدى...الخ ، ٦ / ١٨٥ ، حديث ٥٩٤٢