Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

يعني د هغوئي معامله هُم داسې وه چې که هغوئي به چا سره مَحبَّت کولو نو صرف د الله د پاره، که مُخالَفَت به ئې کولو نو صرف د الله د پاره، که چا ته به ئې څه ورکول نو صرف د الله د پاره، او که چا ته به ئې د يو څيز ورکولو نه انکار کولو نو صرف د الله د پاره۔

د اعلٰى حضرت د طبيعت تقاضه

      سیِّدي اعلٰى حضرت خپله باره کښي اِرشاد فرمائي: اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ چې ما د مال سره ”مِنْ حَیثُ ھُوَ مَال (يعني په دې طور چې هغه مال دے) کله مَحبَّت نه دے ساتلے، صرف د الله په لاره کښي خرچ کولو د پاره مې ورسره محبت دے۔ هُم دغسې مې اولاد سره هُم ”مِنْ حَیْثُ ھُوَ اَوْلَاد(يعني په دې طور چې هغه اولاد دے) مَحبَّت نشته، صرف په دې سبب چې صلۀ رِحمي نيک عمل دے او اولاد د دې سبب دے۔ بيا ئې اُوفرمائيل: دا زما اختياري خبره نه ده [بلکه] زما د طبيعت تقاضه ده۔ [1]

      څه به وائې زمونږ د اعلٰى حضرت! چې مال سره ئې مَحبَّت د مال په وجه نه وو بلکه د الله په لار کښي د خرچ کولو په وجه وو او اولاد سره ئې مَحبَّت د خپلې وينې کيدلو په وجه نه وو بلکه د صلۀ رِحمئ د نيک عمل په وجه وو، په دې ولئ کامِل باندې د الله پاک کرم اوګورئ چې فرمائي: دا هر څه زما په اختيار کښي نه دي [بلکه] زما د طبيعت د تقاضے په وجه دي۔ يعني په احکامِ شرعيه باندې د عمل کولو په وجه ئې طبيعت داسې شوے وو چې زمونږ د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هر کار د الله پاک د رضا د پاره وو۔


 

 



[1]    ملفوظاتِ اعلیٰ حضرت ، ص۴۹۷ ، مکتبۃ المدینہ کراچی ، بتغیر قلیل