Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

د هغه نه بدله وانخلم بلكه معاف ئې كړم، دا دي د قدرت لرلو باوجود معاف كول.

كه په حقيقي معنو زمونږه هم دا ذهن جوړ شي نو زمونږه معاشره به د امن و سكون مركز جوړ شي او د كور كور جګړې او ټول فسادونه به پخپله ختم شي.

خلقو لره د معاف كولو عادت جوړولو د پاره به مونږ له په خپله غصه كنټرول كول پكار وي ځكه چې غصه انساني فطرت كښي يو غير اختياري څيز دے چې اكثر د دې په وجه جنګ، جګړه د دوو ورونړو په مينځ كښي جدائي، د ښځي او خاوند په مينځ كښي طلاق، په خپل مينځ كښي نفرت او قتل و غارت ته خبره اورسي، په داسې موقع  مونږ له د خپلو بزرګانو په سيرت باندې عمل كول پكار دي او د خپل ذات د پاره د غصے په ځائے معاف كول پكار دي.

ډير لوئي كرامت

      اے د اعلٰى حضرت عاشقانو! حُسنِ اخلاق اختيارول ډير ښه عادت او فضيلت والا عمل دے په ورځ د قيامت به نامهٴ اعمال كښي د دې نه زيات وزني شئ نه وي ۔[1]

 او هُم دا هغه عمل دے چې دا څوك اختيار كړي نو انسان د داسې خلقو مقام ته رسي چې هغوئي د ورځي روژے نيسي او د شپې قيام كوي[2]

 او د دې عمل په باره كښي اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدَتُنا عائشه صدّيقه طيّبه طاهره رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا فرمائي چې: بنده د خپل حُسنِ اخلاق په وجه د هغه چا مقام ته اورسي څوک


 

 



[1]    الادب المفرد ، باب حسن الخلق ، ص۹۱ ، رقم ۲۷۳

[2]    طبرانی اوسط ، ج۴ ، ص۳۶۹ ، رقم ۶۲۷۳