Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

12 مدني كارونو كښي يو عمل ٫٫صدائے مدينه،، لګول

12مَدَني كارونو كښې يو مدني كار  ”صَدائے مدینه“

اے عاشقانِ رَسُول اسلامي ورونړو! * د الله پرهيزګار بندګان بيماري د الله رحمت ګنړي * د الله پرهيزګار بندګان د بيمارئ په وجه د پريشانئ اظهار نه كوي * د الله پرهيزګار بندګان بيمارئ كښې هُم د الله په رضا باندې راضي اوسي * د الله پرهيزګار بندګان بيمارئ كښې هم بے صبري او ناشُكري نه كوي * د الله پرهيزګار بندګان خپل مصيبتونه او بيمارئ پټوي * د الله پرهيزګار بندګان بيمارئ كښې هُم د الله شُكر ادا كوي * د الله پرهيزګار بندګان بيمارئ كښې هُم ګيلے قيصے نه كوي. لِـهذا مونږ ته هُم پكار دي چه د الله د پرهيزګارو بندګانو په نقشِ قدم روان شو او بيمارئ كښې د شُكر او صبر نه كار اخلو، د الله په رضا باندې راضي اوسو او هر چا ته خپل درد تكليف نه بيانوو بلكه د بيمارئ بَرَكتونه حاصل كړو.

د الله د پرهيزګارو بندګانو په نقشِ قدم باندې د چليدلو جذبه حاصلولو او د بيمارئ حقيقي بَرَكتونه حاصلولو د پاره د عاشقانِ رَسُول مَدَني تَحرِيك دعوتِ اسلامي سره خپل تَعَلُّق مضبوط ساتئ او د ذيلي حلقے دولس مَدَني كارونه په ځان باندې لازِم كړئ. دولس مَدَني كارونو كښې يو مَدَني كارصدائے مدينههُم دے. اَلْحَمْدُ لِلّٰه د دعوتِ اسلامي د مركزي مجلسِ شُورىٰ له طرفه د دې مَدَني كار رِساله په نوم د ”صدائے مدينه“ منظر عام ته راغلي ده.