Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

       اے عاشقانِ رَسُول! مونږه ته غور کول پکار دي چې مونږه د خپلو خپلوانو د پاره کله دعوت وغيره کوو نو هغه وخت زمونږه نِيَّت د الله پاک د رضا او د ثواب حاصلولو وي يا د بل څه؟ مونږ ته پکار دي چې د اخلاقِ مُصطَفىٰ نه بَرَكتونه حاصلولو د پاره مونږ د سِيرتِ مُصطَفىٰ مطالعه اوکړو چې زمونږه شفيق او مهربانه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خپلوانو سره څنګه تَعَلُّقات ساتل؟ الله پاک دِ مونږ ته د خپلو اَسلافو په طريقه باندې د عمل کولو توفيق راکړي۔ آمين

اخلاقِ حَسَنه دوه قِسمه وي

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د اعلٰى حضرت د اوچتو اخلاقو مُتَعَلِّق بيان اوريدلو، راځئ چې د اخلاقو په باره کښي ځان پوهه کړو چې اخلاقِ حَسَنه يعني ښه اخلاق څو قِسمه وي؟

      عُلَماء فرمائي چې: اخلاقِ حَسَنه يعني ښه اخلاق دوه قِسمه وي: د يو حُسنِ اخلاق تَعَلُّق د بنده د خپل ربّ سره دے چې د هغه عبادت د زړه په خوشحالئ کوي، په فرائضو عمل کوي او ممنُوعاتو (يعني د کومو څيزونو نه چې منع راغلي ده) د هغې نه مکمل پرهيز کوي۔ د بنده د لـمونځونو پابندي کول، د بندګانو د حقونو ادائيګي، زکوٰۃ ورکول، خپل مال د اللہ پاک پہ لارہ کښي خرچ کول، د دِین په کارونو کښي ډيره ډيره حِصَّه اخستل، د الله د پاره مَحبَّت کول او د الله د پاره د چا نه نفرت کول، دا ټول کارونه الله پاک سره حُسنِ اخلاق کولو کښي شامل دي۔