Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

      اے عاشقانِ رَسُول! دا د خپل ربّ سره د حُسنِ اخلاق واضحه نښه ده چې د کوم څيز ربّ حُکم فرمائيلے دے هغه ئې پريښودے نه دے او د څه نه ئې چې منع فرمائيلي دي هغه ئې کړے نه دے۔ دا وه د ايمانِ کامِل نښه چې مَحبَّت هُم د ربّ تعالٰى د پاره او نفرت هُم د هغه ربّ تعالٰى د رضا د پاره۔

جہاں میں کون ہے وہ صاحبِ علم         جو اپنے علم سے جانِ جہاں ہے

خدا کی حمد ہے جس کا وظیفہ   نبی کے ذکر سے رَطْبُ اللِّسَا ں ہے

ہے اس کا نام یوں احمد رضا خاں         کہ احمد کی رضا کا ترجماں ہے[1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د سیِّدي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ذات کښي يو صِفَت داسې بل هُم دے چې د هغې اِظهار هغوئي پخپله فرمائيلے دے:

ما كله هم چا سره حسد نه دے كړے

اعلٰى حضرت ، امام اهلسنّت ،مجدّد دېن و ملّت مولانا امام شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه ډير په عاجزئ سره فرمائي:چې  فقير كښي لكونه عيبونه دي خو زما رب زه د حسد نه بالكل پاك ساتلے يم، څوک مې چې د دنيا په مال کښي د ځان نه زيات اوليدلو نو دننه زړه مې د دُنيا مال بد اوګنړلو، او چې هغه [يعني دُنيا مال] مې بد اوګنړلو نو په بد څيز باندې حسد د څه خبرې؟  او كه يو داسې کس مې اوليدلو چې هغه د دين په فضيلت و شرف كښي زيات وو نو د هغه ښپې او لاسونه ښكلول مې [د ځان د پاره] فخر اوګنړلو، نو چې كوم څيز مې فخر اوګنړلو او هغه مې بركت اوګنړلو نو په هغې به


 

 



[1]    مناقبِ رضا ، ص۱۴۹