Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

ځائے په ځائے ښکاري.

      په قرانِ كريم كښي الله پاك د يو داسې قوم تعريف فرمائيلے دے چې هغوئي به د طهارت [يعني پاکئ] ډير زيات خيال ساتلو، د صحابه كرامو د عمل او د خدائے په لار كښي د هغوئي د قربانيانو په قرآن كريم كښي تعريف فرمائيلے شوے دے، حضرت ابوبكر صديق رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د خپل كور ټول سامان د سردار دو جهان صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په قدمونو كښي قربان كړو نو ربّ كريم د هغوئي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ د پاره سلام راوليږلو. هُم دغسې حضور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت سَـعْد رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د تير چلولو حوصله افزائي اوفرمائيله.

      خوږو اسلامي ورونړو! د موقع په مناسبت سره حوصله افزائي كوئ چې دا د دين په معامله كښي د ډير لوئي خدمت ذريعه جوړيږي. ماشومان چې لـمونځ كوي، روژه نيسي د قران تلاوت كوي، درود پاك وائي، نعتونه اوري او وائي نو د هغوئي حوصله افزائي كول پكار دي چې هغوئي دا نيك عمل جاري اوساتي. څه خبر كه ستاسو او زمونږ د طرف نه دا حوصله افزائي زمونږ د پاره صدقهٴ جاريه او د اخرت د نجات سبب جوړه شي.

      راځئ چې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه د اخلاقي اوصافو نه يو وصف خلقو سره خير خواهي كول او په خپل ځان باندې هغوئي مقدّم كولو په باره كښي واورو:

زما خوشحالي په هُم دې کښې ده

يو ځل يو صاحب د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه د پاره ډير ښكلے كمبل را اوليږلو، صدر الشّريعه رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي چې كله هغه بريلي شريف ته راورسيدو، په هغه وخت