Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

د کومې ګناه سزا په دُنيا کښي زر ورکولے کيږي

      تفسير صِراطُ الْجِنان کښي د دې آيت لاندې بيان شوي دي چې: د الله پاک خوږ رسول، رسولِ مَقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: په کوم قوم کښي چې خپلوي ماتوونکے وي په هغه [قوم] رحمت نه نازليږي۔[1]

      په يو بل رِوايَت کښي خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: د بغاوَت او قَطعِ رِحمي نه زياته يوه ګناه داسې نشته چې د کومې ګناه سزا په دُنيا کښي هُم ډيره زر ورکړے شي او د هغې د پاره په آخرت کښي هُم عذاب پاتې وي۔ [2]

 

د قَطعِ رِحمي په باره کښي فرمَانِ مُصطَفٰے

      د رسولانو سردار مَکِّـي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: خپلوانو سره تَعَلُّق ماتوونکے به جَنَّت ته نه داخليږي۔ [3]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      قطعِ تَعَلُّقي دُښمني پيدا کوي او جُدائي زياتوي، مَحبَّت ختموي او د الله پاک رَحمت لرې کوي او د رحمت نازليدلو په لار کښي او جَنَّت کښي د داخليدلو په لار کښي رُکاوټ جوړيږي۔


 

 



[1]    شعب الایمان ، السادس والخمسون من شعب الایمان ، ۶ / ۲۲۳ ، الحدیث : ۷۹۶۲

[2]    ترمذی ، کتاب صفۃ القیامۃ ، ۵۷-باب ، ۴ / ۲۲۹ ، الحدیث : ۲۵۱۹

[3]    مسلم ، کتاب البر والصلة والٓاداب ، باب صلة الرحم وتحریم قطعیتھا ، ص ۱۳۸۳ ، حدیث : ۲۵۵۶