Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

      خوږو اسلامي ورونړو ! تاسو اوكتل چې اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه څومره د ښو اخلاقو مالك وو چې د خپل ځان خلاف د بدو كلماتو استعمالوونکو نه د بدله اخستلو په ځائے به ئې هغوئي معاف كول او د دې خبرې درس به ئې خپلو عقيدت مندو ته هم وركولو. لهٰذا مونږ له هم د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه په سيرت باندې عمل کول پكار دي او غلطي كوونكو لره، قصداً تكليف راکوونكو لره او كنزلي كوونكو لره د معاف كولو عادت جوړول پكار دي، چې څوك مو څرموه هم غصه كړي خو مونږ له صبر کول پكار دي۔

صَـلُّوا عَلَى الْـحَـبِيْب                         صَـلَّى الـلّٰـهُ تَـعَـالٰى عَـلٰى مُـحَـمَّد

د الله پاك په نزد باندې ډير عزت والا څوك؟

      ياد ساتئ! د چا غلطي د قدرت لرلو باوجود هم معاف كول خپل ځان د الله پاک په نزد عزت والا جوړول دي لكه څنګه چې حضرتِ سَيِّدُنا موسٰى كليم الله عَـلٰى نَبِـيِّـنَا وَ عَـلَيْـهِ الـصَّلٰوة ُ وَالـسَّلَام عرض اوكړو چې: اے زما ربه! ستا په نزد كوم بنده د ډير عزت والا دے؟ الله پاک اوفرمائيل: هغه چې د بدل اخستلو د قدرت لرلو باوجود هم معاف [کول اختيار] كړي.[1]

      اے عاشقانِ رسول! د قدرت لرلو باوجود معاف كولو نه څه مراد دي؟، په دې ځان داسې پوهه كړئ چې مثلاَ ماته چا تكليف راکړو، ظلم ئې راسره اوكړو او زه د بدله اخستلو همت او طاقت هم لرم، خو بيا هم د الله پاك د رضا او د ثواب حاصلولو د پاره زه


 

 



[1]   شُعَبُ الْاِیمان ج۶ص۳۱۹حدیث۸۳۲۷ دارالکتب العلمیۃ بیروت