Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

په طلباؤ باندې شفقت

خوږو اسلامي ورونړو!اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه به نه صرف په عامو خلقو باندې شفقت كولو بلكه د خپلي جامعے د طلباؤ او د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښي د حاضرو اوسيدونکو خادمانو به ئې هم زړه ساتلو، هغوئي به د خپلي جامعے ٫٫دارالعلوم منظرُ الاسلام،، په طلباؤ باندې ډير زيات شفقت کولو.د خوشحالئ په موقع او د اختر په موقع باندې به ئې ورله نوې نوې جامے جوړولي او قسما قسم خوراكونه به ئې پرې خوړل.

د عربو طلباؤ د پاره به ئې عربي خوراك، د روسي طلباؤ د پاره روسي خوراك، د بنګالي طلباؤ دپاره بنګالي خوراك د سندهي طلباؤ دپاره سندهي خوراك، د پنجابي طلباؤ د پاره پنجابي خوراك، الغرض چې د كومو طلباؤ به چې كوم خوراك خوښ وو هغه به ئې ورله پخولو چې هغوئي به هغه خوراك اوكړو نو [اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه] په هغې  خوشحاليدلو. [1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      الله پاک دِ مونږ ټولو ته د اعلٰى حضرت امام اَهلِسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په نقشِ قدم باندې د تللو سعادت رانصيب کړي۔ اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم



[1]    فیضان اعلی حضرت ، ص۱۸۷بحوالہ غریبوں کے غمخوار ص۷