Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

حاصل وو، د حُسنِ اخلاق په معامله كښي د خلقو زړه ساتل، نرمي عفو در ګزر وغيره صفات په هغوئي كښي موجود وو. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د خپلو طلباؤ او مريدينو او مُحبّينو زړه ساتلو لكه څنګه چې

يوه روپئ انعام

د اعلٰى حضرت، امام اهلسنّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سعادت مند شاګرد مَلِكُ العُلماء حضرت مولانا محمد ظفر الدين بِهاري رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: ما د ټولو نه اوله فتوٰى 1322ھ كښي اوليكله او د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه په خدمت كښي مې پيش كړه اتفاقاَ بالكل صحيح اوختله. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه هغه فتوٰى ځان سره راخستې وه او پخپله ئې تشريف راوړو او يوه روپئ ئې ما له په خپلو لاسو مباركو راكړه او اوئې فرمائيل: مولانا! د ټولو نه اوله فتوٰى چې ما ليکلي وه نو زما والد صاحب ما له يوه روپئ د مټهائي د پاره راكړي وه. نن چې تاسو كومه فتوٰى ليكلي ده دا ستاسو اولنئ فتوٰى ده او ما شآء الله بالكل صحيح ده.ځکه د خپل والد صاحب په پيروئ كښي تاسو له يوه روپئ دركووم د مټهائ د پاره، د خوشحالئ نه زما ژبه بنده شوه او ما هيڅ خبره اونکړے شوه، ځكه چې په كوم وخت كښي ما فتوٰى وركوله نو زما دا خيال وو چې معلومه نه ده فتوٰى به صحيح وي او كه نه، خو د خدائے په فضل هغه بالكل صحيح وه او بيا په هغې باندې انعام او هغه هم  دې الفاظو سره ” چې زما والد صاحب په اوله فتوٰى ماله انعام راكړے وو، نو زه هم تاله په دې صحيح فتوٰى انعام دركووم،،. حق خبره دا ده چې د يو خادم دومره عزّت افزائي چې د هغې څه حد نشته او بيا ئې دا حوصله افزائي برقراره اوساتله. [1]


 

 



[1]   حیات ِ اعلیٰ حضرت ، ج1 ، ص154 مطبوعہ لاہور