Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

هغوئي نور فرمائي چې په دې سلسله كښي دا خبره هميشه ما ته ياده وي چې د طالب علمئ په زمانه كښي كله هم مونږه د روژے  مياشت په بريلي شريف كښي تيره كړي ده او په هغه چوټيانو كښي كور ته نه يُو تلي نو د اختر په ورځ چې اعلٰى حضرت څنګه خپلو عزيزانو ته د اختر پيسے ورکولې نو دغسې به ئې ما له او نورو خاصو طلباؤ لكه مولانا عبد الرشيد صاحب، مولانا شاه غلام محمّد صاحب، مولانا محمد ابراهيم صاحب، مولانا محمد نذير الحق صاحب او مولانا اسمٰعيل صاحب ټولو له به ئې د هغوئي د مرتبے مطابق عيدي وركوله. [1]

      اے عاشقان اعلٰى حضرت! لږ غور اوكړئ چې زمونږ د امام اهلسنّت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه د خپلو شاګردانو سره حُسن سلوك څنګه وو، څنګه ئې د خپل شاګرد زړه خوشحاله كړو او حوصله ئې ورله اوچته كړه، كيدے شي چې هُم دا وجه وه چې هغه شخصيّت [يعني حضرت مولانا محمد ظفر الدين بِهاري رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه] چې كله [د عِلم] په فن کښي خپل کمال ته اورسيدلو نو په دُنيا كښي د مَلِكُ العُلماء يعني د علماؤ د بادشاه په لقب مشهور شو.

ياد ساتئ!د چا په جائز او ښه كار باندې د هغه حوصله افزائي كول او د ښه كار تعريف كول د هر انسان د پاره دومره ضروري دي لكه د يو ګاډي د پاره چې پټرول ضروري وي. د دنيا د هر كامياب كس په شا [د حوصلے ورکولو د پاره] د چا لاس او د همّت وركولو ترغيب وي چې هغه ناممكنه کار هم ممكن جوړوي. د چا حوصله افزائي كول صرف دنياوي طور باندې قابلِ تعريف نه دي بلكه په شريعتِ مطهّره كښي هم د دې مثالونه


 

 



[1]    حیات ِ اعلیٰ حضرت ، ج1 ، ص155مطبوعہ لاہور