Reham Dili Kesay Mili

Book Name:Reham Dili Kesay Mili

شوې دي، په کومو کښې چې تقريباً 1 لاکھ 17 زره 402 جينکو او  هلکانو طالب علمانو ته درسِ نظامي (د عالِم او عالِمې کورس، فيضانِ شريعت کورس) مفت کولے شي۔ اوسه پورې تقريباً 16 زره 117  عالِم او عالِمه کورس، فيضانِ شريعت کورس مکمل کړے دے۔ په لکونو حافظان، قاريان، امامان، مبلغ، مُعَلِّم، عالِم او د مفتيانو تيارولو سره سره د اُمّت د اِصلاح او کردار سازئ کار روان دے * د يو درځن نه زيات دارُ الافتاء اهلِسُنَّت جوړ کړے شوي دي، چرته چې مفتيانِ کرام د اُمَّت په شرعي لار ښودنه کښې مصروف دي * په المدينة العلميه (Islamic Research Center) کښې په مختلفو موضوعاتو باندې په سوؤنو ديني کتابونه چاپ کړے شوي دي * فيضان آن لائن اکيډمي (د جينکو او هلکانو د پاره) جوړې کړے شوي دي د کومو په ذريعه چې آن لائن عالِم کورس، قرآنِ پاک (حفظ او ناظره) ښودلے شي، د 30 نه زياتو آن لائن کورسونو په ذريعه په 77 ملکونو کښې خلقو ته په خپل کور کښې د عِلمِ دين رنړا رسولے شي * د ”مدني چينل“ په ذريعه په 6 سيټلائټس باندې په اُردو، انګلش او بنګالئ ژبو کښې د دين ښه خدمت کيږي * د FGRF شعبې په ذريعه د اولسي خير ښيګړې د فريضو سلسله هم روانه ده۔

په 13 نومبر کال 2022ء د اتوار په ورځ د ټيلي تهون (يعني د عطياتو د مهم سلسله) کيدونکې ده، تاسو هم د دين د خِدمت په دې کار کښې خپله حصه شامِله کړئ! د دين د خدمت د ټولو شعبو د ټولو خرچو د پاره د دعوتِ اسلامي ټرسټ سره مرسته اوکړئ۔ يو يونټ: 10زره روپئ دے۔ څوک چې يو يونټ ورکولے شي، هغوئي دې يو ورکړي، څوک چې 12 ورکولے شي، هغوئي دې 12 ورکړي، د چا چې څومره همت وي، د چا چې څومره وَس وي۔ بهر حال! په ټيلي تهون کښې حِصه ضرور شامِله کړئ! د الله په لار کښې خرچ کول د تقویٰ والوؤ په بنيادي صفتونو کښې دي۔ الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ مَا  لَکُمۡ   اَلَّا تُنۡفِقُوۡا فِیۡ سَبِیۡلِ اللّٰہِ وَ لِلّٰہِ مِیۡرَاثُ السَّمٰوٰتِ وَ الۡاَرۡضِ ؕ   (پاره: 27، سورۀ حديد: 10)

ترجمۀ کنزُ العرفان: او په تاسو څه شوي دي چې تاسو د الله په لار کښې نه خرچ کوئ حالانکه د آسمانونو او د زمکې ټولو وارث الله دے۔

 د دې آيت لاندې په تفسير صراط الجنان کښې دي: تاسو په کومه وجه باندې د الله پاک په لاره کښې نه خرچ کوئ حالانکه د آسمانونو او د زمکې هر څه مالک الله پاک دے هغه هميشه پاتې کيدونکے دے ولې تاسو به مړه شئ او ستاسو مال به د هغه په ملکيت کښې پاتې شي او تاسو ته به د نه لګولو په شکل کښې ثواب هم نه