Reham Dili Kesay Mili

Book Name:Reham Dili Kesay Mili

هغه وخت ورخيژئ کله چې دوئي په ښه حالت کښې وي او په دوئي ښه خوراک کوئ۔ ([1]) (2) په هر رُوح لرونکي باندې د شفقت (کولو) اجر ميلاويږي۔ ([2])

اے عاشقانِ رَسُول! په ځناورو باندې رحم کول د مصطفٰے سُنَّت دي * رحمتِ عالم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په ځناورو باندې ډير شفقت کولو * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ځناورو فرياد اوريدلو او د هغوئي مدد به ئې کولو * يو ځل هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو اوښ په فرياد باندې د هغه مالک ته اوفرمائيل: ته دا وږے ساتې او کار پرې زيات کوې ([3]) * که چرې چا به ځناورو ته تکليف رسولو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خفه کيدل * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ځناورو په خپل مينځ کښې د جنګولو، هغوئي د تړلو سره د وهلو، او د هغوئي د شکل بدلولو نه منع فرمائيله۔([4])

ہرن نے، اونٹ نے، چڑیوں نے کی یہی فریاد       کہ ان کے غم کا مداوا حضور جانتے ہیں

الله پاک دې مونږ له هم د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سُنَّت باندې د عمل کولو او په ځناورو باندې د شفقت کولو توفيق راکړي۔ آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن   صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکتبة المدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه 16 حصې او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 مخونو کتاب 550 سنت او آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنت زده کولو يوه ذريعه د دعوتِ اسلامي قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔  

غم کے بادَل چَھٹیں قافلے میں چلو             خوب خوشیاں ملیں قافلے میں چلو

رب کے در جُھکیں، اِلتِجائیں کریں             بابِ رحْمت کھلیں، قافلے میں چلو

الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔  آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن   صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]... ابوداؤد، کتاب:جہاد، صفحہ:408، حدیث:2548۔

[2]... بخاری، کتاب :مظالم وغصب صفحہ:635، حدیث:2466۔

[3]... ابوداؤد، کتاب:جہاد، صفحہ:408، حدیث:2549 خلاصۃً۔

[4]...سیرت رسول عربی، صفحہ:332تا 335ملتقطاً۔