Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

Book Name:Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

تاسو په دواړو جهانونو کښې خواجه او د بادشاهانو بادشاه يئ، د اوليائے کرامو قبله او کعبه يئ، ستاسو حمايت او عنايت چې پريږدم نو زه چرته لاړ شم.۔۔! اے مُعِينُ الدِّين! زما مدد اوفرمايئ!

* د دولتِ آصفيه وزير اعظم راجه سرکِشَن پرشاد په 1924 عيسوئ کښې د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دربار ته حاضر شو او په خپلو لاسو يـې د طاوس د بڼو نه جوړ شوي د غټ بَبوزي وهلو خدمت اوکړو. راجه پَرشاد شاعر هم وو، کله چې هغه ته د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دربار ته د حاضرئ موقع ميلاو شوه نو هغه د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شان کښې شعرونه اووئيل، ليکي: ([1])

جھکتے ہیں شاہوں کے سَرخواجہ کی وہ سرکار ہے ہیں ملک دربان وہ شاہِ چِشْت کا دربار ہے

راجه پرشاد ته په دربار شريف کښې د طاوس د بڼو نه د جوړ کړے شوي غټ ببوزي وهلو موقع ميلاو شوه، د دې باره کښې ليکي: ([2])

مَوْرچَھل جھلنے کی خدمت مل گئی                    شاد کو دنیا کی عزت مل گئی

بارگاہِ خواجۂ اجمیر سے                                 لو کلیدِ گنجِ قسمت مل گئی

د شعرونو مفهوم: يعنې شاد ته چې د ببوزي وهلو د خدمت موقع ميلاؤ شوه نو دا ورته په اصل کښې عزت ميلاؤ شو، او د خواجه رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه د دَر نه ورته د قسمت د خزانې چابي ميلاؤ شوه.

* دې نه علاوه * شهزاده دَارَا شُکُوه * سلطان غِیَاثُ الدِّین * سلطان مانډو * شهزاده شُجاع * شهزاده فَرُّخ او نور ډير د وخت بادشاهان * د هندوستان سلطانان او حکمرانان په خپل دورِ حکومت کښې د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دربارِ عالي شان ته حاضر شول او دا اقرار يـې اوکړو چې د هندوستان په تخت که


 

 



[1]... معین الارواح، صفحہ:326۔

[2]... معین الارواح، صفحہ:326۔