Book Name:Shab Bay Dari Ke Fazail
زياتيدونکې خرچې پوره کړے شي۔
دعوتِ اسلامی کی قَیُّوم، سارے جہاں میں مچ جائے دُھوم
اس پہ فِدا ہو بچہ بچہ یااللہ! مری جھولی بھر دے
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
(4): د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت او په عبادت کښي شپې روڼول
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د کامِل ايمان والؤ څلورم صفت دے په عبادت کښي شپې روڼول ۔ پۀ عامو ورځو کښې هم مونږ له په عبادت کښي دشپې روڼولو کوشش کول پکار دي، اوس خو بيا هم لا د روژې مياشت ده! د نيکو مياشت ده، اوس که هم شپه پۀ ويخه نۀ تيروئ او عبادت او رياضت نۀ کوئ نو بله به کومه داسې موقع وي؟ کله به د شپې عبادت کوئ؟
په عبادت کښي د شپې روڼولو فضائل
* خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:اےخلقو! سلام عام کړئ! پۀ خلقوباندي خوراک وکړئ! او چې کله خلق اوده وي نو نـمونځ کوئ! تاسو به د سلامتيا سره جنَّت ته داخل شئ۔ ([1]) * پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: زما د اُمَّت د زيات شرف والا خلق د قرآن والا او اَصحابُ اللَّيل (يعنې د شپې عبادتونه کوونکي) دي۔ ([2]) * پۀ حديثِ پاک کښې دي: هٰغه دوه رکعتونه کوم چې بنده د نيمې شپې ادا کوي، د هغۀ د پاره د دُنيا وما فيها (دُنيا او څۀ چې پۀ دې دُنيا کښې دي) نه بهتر دي، که ما دا پۀ خپل اُمَّت باندې مشکل نۀ ګڼل نو دا به مې پۀ دوئي فرض کړي وو۔ ([3])