Shab Bay Dari Ke Fazail

Book Name:Shab Bay Dari Ke Fazail

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د 21 سيپارې، د سورۀ سجده د دوو آيتونو (آيت: 16 او 17) د اوريدو سعادت حاصل کړو۔ سُورۀ سَجدَه د قرآنِ کريم پۀ مکي سُورتونو کښې يو مختصر سُورت دے * پۀ دې کښې درې رکوع او 30 آيتونه دي * زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هره شپه د اوده کيدو نه مخکښې د سُورَۀ سَجدَه او د سُورَۀ مُلک تلاوت فرمائيلو * حضرت خالد بن معدان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: نجات ورکوونکے سُورت لولئ او هغۀ سُورت الٓمّٓ تَنزِيلُ (يعنې سورۀ سجده) دے۔ بيا فرمائي: ما ته دا حديث رارسيدلے دے چې يو کَس به صِرف د دې سورت تِلاوت کولو، چې کله هغۀ وفات شو نو دې مُبارک سُورت د هغۀ سفارش وکړو او د الله پاک پۀ بارګاه کښې يـې عرض وکړو: اے زما رَبِّ کريمه! د دۀ مغفرت وکړې ځکه چې دۀ به پۀ کثرت سره زما تِلاوت کولو۔ الله پاک د هٰغه بنده پۀ حق کښې د سورۀ سجده شفاعت قبول کړو او د هغۀ ګناهونه يـې پۀ نيکو کښي بدل کړل او د هغۀ درجے يـې اوچتې کړلې۔ ([1])

  سُبْحٰنَ اللہ! څومره د برکت والا سُورت دے، مونږه د دې مبارک سُورت د دوو آيتونو (آيت: 16 او 17) د اوريدو سعادت حاصل کړو۔ پۀ دې دواړو آيتونو کښې د کامِل ايمان والؤ دوه پاک عادتونه او دوه مبارک حالتونه بيان کړے شول او دا ووئيلے شو چې د کوم خوش قِسمته چې دا پاک عادتونه او حالتونه نصيب شي نو د هغۀ د پاره پۀ اخرت کښې انعامونه تيار کړے شوي دي۔

(1): وړومبے پاک عادَت: په عبادت کښي  شپې روڼول

الله پاک فرمائي:

تَتَجَافٰی جُنُوۡبُہُمۡ عَنِ الۡمَضَاجِعِ (پارہ :21  ، سورۀ سجدہ: 16-17)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د هغوئي ډډې د هغوئي د بسترو نه جُدا اوسي۔

دا د کامِل ايمان والؤ وړومبے پاک عادَت دے چې د هغوئي ملاګانې  د بسترو نه جُدا وي۔ مطلب دا چې د کامِل ايمان والا د نـمونځ سره محبت کوونکي وي او د نـمونځ کولو پۀ خاطِر د شپې نۀ اوده کيږي بلکې نـمونځونه کوي۔ ([2])


 

 



[1]...   دارمی، کتاب فضائل القرآن، باب فی فضل سورۃ تنزیل السجدۃ ،  صفحہ:1033، حدیث: 3409 ۔

[2]... تفسیر طبری ، پارہ:21، سورۂ سجدہ ، زیر آیت :16، جلد:10 ، صفحہ:238۔