Shab Bay Dari Ke Fazail

Book Name:Shab Bay Dari Ke Fazail

فضل کر رحم کر تُو عطا کر                                                                                                       اور معاف اے خُدا ہر خطا کر

واسطہ پنجتن پاک کا ہے                                                                                                  یاخُدا تجھ سے میری دُعا ہے

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

(1۔2): د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت او وِيره او اُميد

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د رَمَضَانُ المُبَارَک مقدسه مياشت ده، د کامِل ايمان والؤ د دې څلورو صفتونو اختيارولو بهترين موسم دے * د رمضان ټوله مياشت د ويرې او د اُميد په حالت کښې تيره کړئ، چې د روژه ماتي وخت وي نو زړۀ مو درزيږي چې ټوله ورځ خو مې روژه ونيوله او لوږه تنده مې برداشت کړه، آه! پته نۀ لګي چې زما روژه به قبوله شوې هم وي که نۀ، ورسره پۀ سترګو کښې د اُميد رڼا هم وي چې الله پاک رحمان دے، هغۀ د چا محنت نۀ ضائع کوي، زما روژه به هم ضرور قبوله کړي * د شپې چې تراويح وکړو نو چي پۀ زړۀ کښې مو ويره وي او ورسره د رحمت اميد هم وي * پۀ پيشمني کښې چې راپاڅو، تهجد وکړو نو ويره وي راسره چې پته نۀ لګي چې نن د پيشمني پۀ وخت به پۀ بخښلے شوو کښې زما نوم هم وي که نۀ، ورسره د رحمت اُميد پۀ زړۀ کښې هم وي چې الله پاک رحمان دے، خپل ګنهګاران بندګان بخښي۔ غرض دا چې ټوله د روژې مياشت هم پۀ ويره او اُميد کښې تيره شي، پۀ سعت سعت کښې راسره دا ويره وي چې پته نۀ لګي چې پۀ دې رمضان کښې به زۀ اوبخښلے شم که نۀ، ورسره د رحمت اُميد هم وي چې زما مالِک کريم دے، ډير بے نيازه دے وه به مې بخښي۔

میں رحمت، مغفِرت، دوزخ سے آزادی کاسائل ہوں

مہِ رمضان کے صدقے میں فرمادے کرم مولیٰ

(3): د روژې مياشت او سخاوت

هُم داسې د روژې مياشت د الله پاک پۀ لاره کښې د ښه ډير خرچ کولو مياشت ده۔