Shab Bay Dari Ke Fazail

Book Name:Shab Bay Dari Ke Fazail

هم د دې ترغيب ورکړئ۔ 

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو:

صحيح څۀ دي؟

(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)

مسئله: د روژې نيولو د پاره د صُبحِ صادِق نه مخکښې مخکښې خوراک څښاک بندول ضروري دي۔ 

وضاحت: عام طور خلق پۀ غلط فهمۍ کښې وي چې ډير خلق پۀ اذان يا پۀ ګوګو [يعنې سائرن] باندې پيشمنے او روژه ماتے کوي بلکې بعضې خلق خو د سحر د اذان پۀ وخت هم خوراک څښاک کوي، بعضې خلق د سحر د اذان پۀ شروع کيدو باندې پۀ خپل نزد روژه بندوي۔ دا سراسر غلط انداز دے، داسې به روژه بنده څۀ شي چې د سَره به شروع کيږي هُم نۀ۔

ياد ساتئ چې د پيشمني او د روژه ماتي تعلق د اذان سره نۀ دے بلکې د وخت سره دے، څنګه چې د سحر وخت ختم شي، بيا هيڅ خوراک څښاک نشې کولے، که څۀ خوراک څښاک يـې وکړو، که هغۀ يو ګوټ اوبه ولې نۀ وي نو روژه به يې نۀ کيږي۔ تر څو پورې چې د سحر د اذان خبره ده نو د دې د پيشمني سره هيڅ تعلق نشته، د پيشمني وخت وړومبے ختميږي او د سحر اذان وروستو کولے شي۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي موبائل ايپلي کيشن Prayer Times موجود دے، د هر يو ښار بيل بيل کلينډر هم دعوتِ اِسلامي جاري کړے دے، د دې پۀ مدد باندې د ګړۍ د وخت پۀ خيال ساتلو پيشمنے او روژه ماتے کوئ۔ الله پاک دې هر مسلمان ته عقلِ سليم عطا کړي او د صحيح معلوماتو کولو او د روژې او د نـمونځ وغيره عبادتونو پۀ صحيح توګه