Book Name:Shab Bay Dari Ke Fazail
په عبادت کښي شپې روڼول د نيکانو خلقو طريقه ده
* د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ تاسو باندې د شپې قيام لازم دے چې بے شکه دا ستاسو نه د مخکښينو خلقو طريقه وه، د شپې قيام الله پاک ته نزدې کول کوي، ګناه ختموي، د ګناهونو نه بچ کول کوي او د بدن نه مرضونه تښتوي۔ ([1])
د الله والؤ په عبادت کښي شپې روڼول
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د شپې عبادت د عشق او محبت والؤ، اَولياءُ الله طريقه ده، زمونږه اَسلافو، بزرګانِ دِين، د الله پاک نيکانو بندګانو به ټوله ټوله شپه پۀ عبادت کښې تيروله * حضرت حماد بن ابي سليمان رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: اِمامِ اعظم ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به ټوله شپه ويخ وو او عبادت به يـې کولو۔ ([2]) * حضرت ثابت بناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مسلسل 50 کاله په عبادت کښي شپې روڼې کړي وي ، چې کله به د پيشمني وخت شو نو داسې دُعا به يـې کوله: اے الله پاکه! که تا پۀ خپل مخلوق کښې چا ته پۀ قبر کښې د نـمونځ ادا کولو شرف عطا کړے دے نو تۀ يـې ما ته هم راعطا کړې۔ الله پاک د هغوئي دا دُعا قبوله کړه، د هغوئي د قبر مبارک نه به د تلاوت اواز راتللو۔ ([3]) * حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها 50 کاله داسې تير کړل چې چرې يـې هم پۀ تکيه باندې سر نۀ وو کيښودے، هغې به ټوله شپه نـمونځ کولو او چې کله به د سحر وخت رانزدې شو نو د لږ سعت د پاره به هم پۀ مصله باندې سملاستله، بيا به راويخه شوه او وئيل به يـې: اے نفسه! تۀ به څومره اوده کيږې؟ او کله به راپاڅې؟ ([4]) * د عظيم تابعي حضرت