Shab Bay Dari Ke Fazail

Book Name:Shab Bay Dari Ke Fazail

مال محبت، حرص او لالچ هم نشته، د الله پاک پۀ لاره کښې د زړۀ د اِخلاصه خرچ هم کوي، لکه چې د دوئي زړونه د الله پاک د محبت نه هم ډک دي * او ورسره ورسره د الله پاک د مخلوق سره هم محبت کوي، وږي مَړَوي، د غريبانانو مدد کوي او د بے وسو ملاتړ کوي۔

دوه مبارک حالتونه

دا د کامِل ايمان والؤ دوه پاک عادتونه دي: (1): پۀ عبادت کښې شپه روڼول (2): د الله پاک پۀ لار کښې خرچ کول۔ د دې سره سره د هغوئي مبارکو حالاتو ته هم وګورئ چې الله پاک فرمائي:

یَدۡعُوۡنَ رَبَّہُمۡ خَوۡفًا وَّ طَمَعًا ۫  (پارہ :21  ، سورۀ سجدہ:16)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  او هغوئي پۀ ويره او پۀ اُميد سره خپل رب يادوي۔

زمونږه حال داسې دے چې کله سخاوت وکړو نو پۀ ځان خوښۍ کښې اخته شو، پۀ زړۀ کښې تکبر شروع کړو چې وګوره! زۀ څومره سخي يم، ما دومره مال د الله پاک پۀ لار کښې خرچ کړو او که چرې د تهجدو کولو سعادت ميلاؤ شي، نو بيا خو سَم پۀ هوا يُو، يو څو نفلونه چې وکړو نو ځان لوئي وَلي او نيک انسان ګڼل شروع کړو خو د کامِل ايمان والؤ نااشنا شان دے، د هغوئي شپې پۀ عبادت کښې تيريږي، هر سعت نيکۍ کوي، د الله پاک پۀ لاره کښې د زړۀ د اِخلاصه د خرچ کولو عادت لري، د دې باوجود يـې د زړۀ حالت څۀ وي؟ فرمائي:

خَوۡفًا وَّ طَمَعًا     (پارہ :21  ، سورۀ سجدہ:16)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ويريږي او اُميد لري۔

راتِیْں زاری کر کر رَوْنْدَے، نِیْنْد اَکھِیْں دِی دَھْونْدَے

فَجْرِیْں اَو گنْہار کَہَانْدَے سب تِھیْں نِیْوَیں ہَوْنْدَے

وضاحت: يعنې دا الله والا دي، د دوئي شپې د الله پاک پۀ ويره کښې پۀ ژړا، فرياد او