Shab Bay Dari Ke Fazail

Book Name:Shab Bay Dari Ke Fazail

ذِکرِ خير اوريدو سعادت حاصل کړو:

د مسلمانانو د خوږې مور جانې سيده خديـجه رَضِىَ اللهُ عَـنْها نوم خديجه، د والدِ نوم خُوَيلِد او د مور بي بي نوم يـې فاطِمه دے * د هغې لقبونه طاهِره، سَيِّدةُ قُريش، صِدِّيقَه او الکُبریٰ دي * حضرت خديـجةُ الـکُبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ زنانؤ کښې د ټولو نه وړومبے اِسلام قبول کړو * هغې خپل ټول دولت پۀ حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې قربان کړو او خپل ټول عمر يـې د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کولو کښې تير کړو۔

حضرت خديـجةُ الـکُبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها تقريباً 25 کاله د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره تير کړل او د نبوت د اِعلان پۀ لسم کال د رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ مياشت کښې يـې رحلت وفرمائيلو۔ د هغې مزار مبارک پۀ جنَّتُ الـمعلیٰ کښې دے۔ د الله رَبُّ العزّت دې پۀ هغې باندې رَحمت وي او د هغې پۀ وسيله دې زمونږه بے حسابه بخښنه وشي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

مَدَني قاعِده (Madani Qaida) موبائل ايپلي کيشن

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قرآنِ کريم فيضان عام کولو د پاره د دعوتِ اِسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن هم جاري کړے دے، د کوم نوم چې مَدَني قاعِده (Madani Qaida) دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې مکمله مَدَني قاعِده او د دې آډيو (Audio) شامله کړے شوې ده يعنې پۀ دې ايپلي کيشن کښې چې تاسو د مَدَني قاعِدې پۀ کوم حرف يا کوم لفظ باندې کلک (Click) کوئ، پۀ آډيو (Audio) کښې به د هغې تَلَفُّظ چليږي، داسې د دې ايپلي کيشن پۀ مرستې سره پۀ اسانۍ سره مَدَني قاعِده لوستل، د دې مشق (Practice) کول او صحيح مخارج او ضروري تجويد زده کيدے شي۔ دا ايپلي کيشن پۀ خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو ته