Shab Bay Dari Ke Fazail

Book Name:Shab Bay Dari Ke Fazail

زارۍ تيريږي، د کوم پۀ سبب چې د دوئي خوبونه تښتي، د دې باوجود چې کله سحر شي نو د خلقو پۀ مخکښې خپل ځان د ټولو نه ګنهګار ګڼي۔

دا د الله والؤ شان دے، دا د کامِل ايمان والؤ شان دے چې د هغوئي زړونه د الله پاک د ويرې او د رحمت د اُميد نه ډک وي، الله پاک قَهّار دے، پۀ دې سوچ سره د هغوئي زړونه ويريږي بيا پۀ دې سوچ کولو چې هغۀ رحمان هم دے، اُميد يـې پيدا شي، دوئي لړزيږي چې آه! چرته دا ګنده وجود او چرته د رَبِّ کائنات اوچته بارګاه، زۀ به پۀ هغې بارګاه کښې حاضري څنګه کووم، بيا ورسره ورسره اُميد هم پيدا کيږي چې د دې دَر نه بيرته وګرځو نو چرته به ځو۔۔۔!!

جو ہیبت سے رُکے مُجْرِم تو رحمت نے کہا بڑھ کر                      چلے آؤ! چلے آؤ! یہ گھر رحمٰن کا گھر ہے

دا د الله پاک نيکان بندګان، دا کامِل ايمان والا پۀ خپلو نيکو باندې تکبر نۀ کوي، پۀ ځان خوښۍ کښي نۀ اخته کيږي، غرور او تکبر نۀ کوي بلکې خپل رَبّ ته فرياد کوي د ويرې او رغبت سره۔ د دوئي زړونه د ويرې او اُميد ترمينځه وي۔

زۀ د راتللو قابل چرته ووم۔۔۔!!

حضرت ذُو النُّون مِصري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه چې به کله د نـمونځ نيت کولو نو د الله پاک پۀ بارګاه کښې به يـې عرض کولو: مولیٰ: هٰغه کومې ښپې دي، پۀ کومو باندې چې درشم او ستا پۀ حُضُور کښې حاضر شم؟ هٰغه کومې سترګې دي پۀ کومې چې د قبلې طرف ته نظر وکړم؟ هٰغه کومه ژبه ده پۀ کومه چې ستا ذِکر وکړم؟ (نۀ ښپې د دې لائقې دي چې ستا طرف ته درشم، نۀ ژبه د دې لائقه ده چې ستا ذِکر پرې وکړم، نۀ وجود د دې لائق دے چې ستا پۀ حُضُور کښې ودريږم خو څۀ وکړم د دې دَر حاضري پريښودے هم نشم)، چې څنګه يم ستا پۀ حُضُور کښې حاضريږم۔ ([1])


 

 



[1]... تذكرة الاولياء ، صفحہ:95 خلا صۃً  ۔