Shab Bay Dari Ke Fazail

Book Name:Shab Bay Dari Ke Fazail

اُويس قرني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عادت مبارک وو چې اُويس قَرني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د شپې ودريدلو او وئيل به يـې: نن د ودريدو شپه ده، بيا به يـې ټوله شپه پۀ قيام کښې تيروله، پۀ دويمه شپه باندې به يـې وئيل: نن د رکوع شپه ده، بيا به يـې ټوله شپه پۀ رکوع کښې تيروله، پۀ دريمه شپه به يـې وئيل: نن د سجدې شپه ده، بيا به يـې ټوله شپه هُم پۀ سجده کښې تيروله۔ ([1])

 الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دي د الله پاک نيکان بندګان، دوئي به شپه ورځ عبادت ته ملا کلکه تړلې وه، آه! يو مونږ يُو، اوس د روژې مياشت ده، د عبادت او د رياضت د سپرلي پۀ دې موسم کښې هم مونږه عبات نۀ کوو، آه! څومره داسې خلق دي د کومو چې د روژې د مياشت شپې پۀ فضولياتو کښې تيريږي * خلق د وخت تيرولو د پاره پۀ کوڅو کښې لوبې کوي * څوک پۀ فضول خبرو کښې مصروفه وي، * څوک د سوشل ميډيا پۀ بے ضائع استعمال کښې شپه تيروي او * څومره داسې نادانه هم دي د کومو چې د روژې د مياشتې شپې هم پۀ ګناهونو کښې تيريږي۔ آه! کاش چې زمونږه د روژې د مياشتې قدر نصيب شي! کاش چې مونږه هم د نيکانو خلقو پۀ شان زړۀ ولګوو او عبادت کوونکي جوړ شو۔ 

عبادت میں گزرے مری زندگانی                                                       کرم ہو کرم یَاخدا! یَاالٰہی!

بنادے مجھے نیک نیکوں کا صَدقہ                                                           گناہوں سے ہردم بچا یَاالٰہی!

مِرے دل سے دنیا کی چاہت مٹا کر                                                 کر اُلفت میں اپنی فنا یَاالٰہی!

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د حضرت خديـجةُ الـکُبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها ذِکرِ خير

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ لسم رَمَضَانُ المُبَارَک د حضرت خديـجةُ الـکُبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها ورځ هم ده، راځئ چې د مسلمانانو د خوږې مور جانې سيده خديجه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د


 

 



[1]...  تفسیر روح البیان ، پارہ :21، سورۂ سجدہ، زیر آیت:16، جلد:7 ، صفحہ:121۔