Book Name:Shab Bay Dari Ke Fazail
پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: د الله پاک نبي حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض وکړو: پۀ جنَّت کښې به د ټولو نه د کمې مرتبے والا څوک وي؟ الله پاک وفرمائيل: چې کله ټول جنَّتيان جنَّت ته لاړ شي نو يو کَس به راوستے شي، هغۀ ته به حکم وشي: جنَّت ته ځا! هغۀ به وائي: اے رَبِّ کريمه! څنګه لاړ شم، جنَّت خو ډَک شوے دے، ټول پۀ خپلو خپلو منزلونو کښي دي۔ هغۀ ته به ووئيلے شي: آيا تۀ پۀ دې باندې راضي يـې چې تا ته د دُنيا د يو بادشاه د ملکيت برابر جنَّت ميلاؤ شي؟ هغۀ به وائي: آؤ! زما مولیٰ! زۀ پۀ دې باندې راضي يم، هغۀ ته به ووئيلے شي: ستا د پاره د هغې نه لس چنده زيات جنَّت دے او ستا د پاره هر هٰغه نعمت دے د کوم چې تۀ خواهش کوې۔ دا به د ټولو نه ادنیٰ جنَّتي وي۔ حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام دويمه پوښتنه عرض کړه: د ټولو نه د اوچتې مرتبے والا جنَّتي به څوک وي؟ الله پاک وفرمائيل: اے موسیٰ! دا هٰغه خلق دي چې د دوئي نعمتونه ما پۀ خپل دستِ قدرت باندې جوړ کړل، پۀ دوئي باندې مې نعمت مکمل کړو، د دوئي د پاره هٰغه نعمتونه دي کوم چې نۀ يوې سترګې ليدلي، نۀ يو غوږ د دې ذِکر اوريدلے، نۀ د يو اِنسان پۀ زړۀ کښې د دې خيال تير شوے۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څلور کارونه دي: (1): د شپې عبادت کول (2): د الله پاک پۀ لاره کښې خرچ کول (3): د الله پاک نه ويره او (4): د رحمت اُميد۔ د کامِل اِيمان والؤ دا څلور خبرې دي، پۀ دې باندې به هغوئي ته کوم کوم عظيم انعامونه عطا کولے شي۔۔۔!! کاش چې مونږه هم د دې نيک کارونو کولو والا جوړ شو۔
ہر گُنَہ سے بچا مجھ کو مولیٰ نیک خصلت بنا مجھ کو مولیٰ
تجھ کو رمضان کا واسطہ ہے یاخُدا تجھ سے میری دُعا ہے