Shab Bay Dari Ke Fazail

Book Name:Shab Bay Dari Ke Fazail

دا نـمونځ د کوم پۀ خاطِر چې ايمان والا د شپې نۀ اوده کيږي، د دې نه کوم يو نـمونځ مُراد دے؟ پۀ دې باره کښې د مفسرينِ کرامو مختلف اقوال دي: * يو قول دا دے چې صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوَان چې به د ماښام نـمونځ وکړو نو کورونو ته به نۀ تلل بلکې هُم پۀ جومات کښې به پاتې کيدل او نفلونه به يـې کول او د ماسخوتن نـمونځ چې به يـې وکړو نو کورونو ته به لاړل ۔ د دوئي پۀ باره کښې ارشاد وشو:

تَتَجَافٰی جُنُوۡبُہُمۡ عَنِ الۡمَضَاجِعِ (پارہ :21  ، سورۀ سجدہ:16)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د هغوئي ډډې د هغوئي د بسترو نه جُدا اوسي۔

* يو قول دا دے چې صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوَان به تهجد ادا کول، د هغوئي پۀ باره کښې اِرشاد وشو چې دا کامِل ايمان والا دي، د دوئي شان دا دے چې د نـمونځ پۀ محبت کښې بستره پريږدي او د شپې راپاڅي او نـمونځونه ادا کوي۔ ([1])

(2): دويم پاک عادَت: د الله پاک پۀ لار کښې خرچ کول

د دې کامِل ايمان والؤ د دويم پاک عادت پۀ بيانولو الله پاک فرمائي:

وَّ مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ(۱۶) (پارہ :21  ، سورۀ سجدہ:16)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او زمونږه د ورکړے شوي [مال] نه خيرات کوي۔ 

څومره ښکلې خبره ده * دا کامِل ايمان والا ارام خوښوونکي نۀ دي * سستي نۀ کوي * د شپې راپاڅي او عبادت کوي * او ورسره ورسره د دوئي پۀ زړونو کښې د


 

 



[1]... تفسیر طبری ، پارہ:21، سورۂ سجدہ ، زیر آیت :16، جلد:10 ، صفحہ:239 خلاصۃً۔