Shab Bay Dari Ke Fazail

Book Name:Shab Bay Dari Ke Fazail

خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سخيانو سخي دے، د هغوئي د سخاوت اندازه څوک لګولے شي، د دې دَر د سخاوت نه ټوله زمانه فيض حاصلوي، د دې باوجود پۀ عامو ورځو کښې هم د هغوئي د سخاوت څۀ انتها نشته، د روژې پۀ مياشت کښې به د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سخاوت درياب نور هم پۀ موجونو شو۔

کاش!  چې مونږه هم د روژې پۀ مياشت کښې د کامِل ايمان والؤ دا صفت اختيار کړو، ښه ډير سخاوت وکړو، ښه د زړۀ د اِخلاصه د خُدائے پۀ لار کښې خرچ کړو۔ مخکښې چې مو څومره د الله پاک پۀ لار کښې خر چ کولې، پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې د هغې نه ډير خرچ کړو، زمونږه پۀ معاشره کښې د غريبانانو کمے نشته، څومره يتيمانان، مسکينان، غريبان خلق به وي د کومو پيشمني او روژه ماتي چې به پۀ اوبو باندې کيږي، کيدے شي چې د کجورو د اخستو وَس هم نۀ لري، بيا د رَمَضَانُ المُبَارَک نه پس اختر هم تشريف راوړي، غريبانان به پۀ ښه طريقه باندې روژې ونيولے شي، پۀ پيشمني او روژه ماتي کښې د هغوئي هم دسترخوان ډک شي، هغوئي ته هم د الله پاک د پيدا کړے شوو نعمتونو د خوړلو موقع ميلاؤ شي، بيا به يـې اختر هم پۀ ښه طريقه تير شي، ځکه د روژې پۀ مياشت کښې ښه د زړۀ د اِخلاصه صدقه او خيرات کول پکار دي۔

د خپلو خپلوانو سره ښۀ سلوک وکړئ، د هغوئي حاجتونه پوره کول هم ښه سلوک دے * خپل زکوٰة * فطرانه [يعنې سرسايه] هُم د اوس نه غريبانانو له ورکړئ * هغوئي له راشن ورکړئ * د خوراک سامان ورکړئ * کور کور ته لاړ شئ او هغوئي له غلۀ دانه مثلاً وريژې، غنم، دالونه او نعد پيسي  ورکړئ * د هغوئي د روژه ماتي انتظام وکړئ۔ شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه  مونږ له څومره ښکلے سوچ راکړے دے چې پۀ جوماتونو کښې د روژه ماتو کولو سره سره مونږه د غريبانانو کورونو ته هم د روژه ماتي سامان يا راشن ورسوو  چې کوم مشران، بيماران، ماشومان جوماتونو ته نشي راتللے هغوئي ته هم اساني وي او د هغوئي زړونه هم خوشحاله وي۔ الله پاک دې مونږ ته د خُدائے