Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

يـې سوالګيري ته عطا کړلې او پخپله يـې پۀ اوبو باندې روژه ماته کړله۔ ([1])

بھوکے رہ کے خود اَوروں  کو کھلا دیتے تھے                           کیسے صابِر تھے محمد کے گھرانے والے

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اندازه ولګوئ چې دا څنګه قرباني ده، څومره ځانګړے سخاوت دے۔ د اهلِ بيتِ اطهار پۀ پاکه کورنۍ کښې درې ورځې، درې ډوډۍ پخې کړے شوې او درې واړه ورځې سوالګيري راغلل، دې پاکو خلقو هم پۀ دريو واړو ورځو ټولې ډوډۍ صدقه کړې او پخپله يـې روژه پۀ اوبو باندې ماته کړله۔ د الله پاک د دې پاکو خلقو دا ځانګړې ادا دومره خوښه شوه چې رَبِّ کائنات پۀ قرآنِ کريم کښې د دې قربانۍ ذِکر وفرمائيلو، د دې ذِکر انداز ته هم وګورئ! د لفظونو پۀ ترتيب باندې يـې غور وکړئ! پۀ وړومبۍ ورځ مسکين راغلے وو، الله پاک وفرمائيل:

وَ یُطْعِمُوْنَ الطَّعَامَ عَلٰى حُبِّهٖ مِسْكِیْنًا (پارہ:29، سورۀ دھر :8)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغوئي د اللہ پۀ محبت کښې پۀ مسکين۔

پۀ دويمه ورځ باندې يتيم راغلے وو نو الله پاک پۀ دويم نمبر باندې د يتيم ذِکر وکړو او اوئې فرمائيل:

وَّ یَتِیْمًا (پارہ:29، سورۀ دھر :8)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ یتیم۔

پۀ دريمه ورځ باندې قيدي راغلے وو نو الله پاک د دې ذِکر پۀ دريم نمبر باندې وکړو او اوئې فرمائيل:

وَّ اَسِیْرًا(۸) (پارہ:29، سورۀ دھر :8)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ قيدي۔


 

 



[1]... تفسیر خزائن العرفان ، پارہ:29 ، سورۂ دہر ، زیرِ آیت:7 ، صفحہ:1073 خلاصۃً ۔