Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

د مرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سخاوت يو څو ښکلي اړخونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې آيت مبارک کښې د حضرت مولیٰ علي شيرِ خُدا او د هغوئي د کور والؤ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د ځانګړي سخاوت يو څو ښکلي اړخونه هم بيان کړے شوي دي۔

د ټولو نه وړومبے خو دې ته وګورئ چې کله څوک سخاوت کوي نو پۀ دې کښې 2 څيزونه ډير اهم کردار ادا کوي: (1): د سخاوت کولو پۀ وخت د هٰغه کَس خپل حالت څنګه دے؟ (2): هغه کوم يو داسې څيز دے کوم چې پۀ هغۀ باندې سخاوت کوي؟ د يو سخي د سخاوت وزن د دې دوو څيزونو نه جوړيږي۔ الله پاک د حيدر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د کورنۍ د سخاوت دا دواړه اړخونه پۀ دوو لفظونو کښې بيان کړل، فرمائي:

عَلٰى حُبِّهٖ

(پارہ:29، سورۀ دھر :8)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د الله پۀ محبت کښې۔

مفسرینِ کرامو د دې دوو لفظونو معنې بيان کړې دي: (1): دا چې د دې طعام پۀ نورو د خوړلو پۀ وخت هغوئي ته پخپله د دې خوراک ډير حاجت او خواهش وو (2): دا چې هغوئي د الله پاک پۀ محبت کښې پۀ نورو طعام خوړلو۔ ([1])

دا دواړه خبرې بيان کړے شوې، حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  او د هغوئي کور والا چې کله دا سخاوت کولو نو د هغوئي حالت داسې وو چې هغوئي درې روژې نيولې وې، درې واړه ورځې خوراک حاضر کړے شو، پۀ داسې حالت کښې پخپله د خوراک خوړلو څومره حاجت او خواهش وي، نن سبا پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې مونږه هم روژې نيسو، د روژه ماتي پۀ وخت مونږه د دې اندازه لګولے شو خو قربان شم! د حيدر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  د کورنۍ د سخاوت نه، خوراک  يـې قرباني کړو او هغه هم کوم وخت، پۀ کوم حالت کښې؟ چې


 

 



[1]... تفسیر خزائن العرفان ، پارہ:29 ، سورۂ دہر ، زیرِ آیت:7 ، صفحہ:1073۔