Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat
پۀ اختر کښې غريبانان ياد ساتئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د حضرت مولیٰ علي شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سخاوت د شان پۀ باره کښې واوريدل، د هغوئي د صدقې او د خيرات کولو سره څومره شوق وو، د هغوئي سره څلور درهم وو، هغوئي څلور واړه د الله پاک پۀ لار کښې خرچ کړل، هغوئي او د هغوئي کور والؤ درې روژې ونيولې، د دريو واړو د پاره يـې خوراک پوخ کړو خو هُم پۀ دريو واړو ورځو يـې پخپله پۀ اوبو باندې روژه ماته کړله او طعام يـې صدقه کړو۔ مونږ له هم د دې نه سبق اخستل پکار دي * اختر راتلونکے دے، که مونږه لږه سروے (Survey) وکړو نو زمونږ ګير چاپيره زمونږه پۀ کلي، محله کښې، زمونږه پۀ دوستانو او خپلوانو کښې به مونږ ته څومره غريبانان پۀ نظر راشي * که الله پاک وَس درکړے وي نو د دغه غريبانانو سره هم نيکي وکړئ! * چې خپلو ماشومانو له د اختر شاپنګ (Shopping) کوئ يا مو کړے وي نو دغه غريبانانو له هم څۀ نا څۀ ضرور ورکړئ!
* داسې به څومره يتيمانان ماشومان وي کوم چې به نورو ته ګوري او خفه کيږي به * د څومره پۀ سترګو کښې به اوښکې راځي * څومره به سوچ کوي چې نن زمونږه هم پلار ژوندے وے نو مونږ له به يـې هم د اختر شاپنګ کړے وے * څومره مور پلار به وي کوم چې به پۀ بازار کښې رش ويني او پۀ زړۀ زړۀ کښې به سوچ کوي چې کاش! زما هم وَس کيدے، ما هم د خپلو ماشومانو د پاره نوې جامې، نوے پيزار اخستے وے * څومره مور پلار به د خپلو بچو پۀ فرمائشونو اوريدو پۀ زړۀ کښې خفه کيږي۔ الله پاک که مونږ له وَس راکړے وي نو چې مونږه د هغوئي هم خيال وساتو، د هغوئي سره هم ښيګړه وکړو، که مونږه د غريبانانو سره مدد وکړو نو الله پاک به پۀ مونږ باندې مهرباني وفرمائي۔ حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې بے مثاله سخاوت وفرمائيلو، درې ورځې يـې پۀ اوبو باندې روژه ماته کړه او د روژه ماتي د پاره يـې تيار کړے شوے خوراک مسکين، يتيم او قيدي