Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

د قربانۍ زبردست فضيلت

ياد ساتئ چې پۀ خپل حاجت، خپل ضرورت باندې د نورو ضرورت له د ترجيح ورکولو نوم قرباني ده او قرباني د سخاوت اعلیٰ ترين صورت وي۔ د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کوم کَس چې د يو څيز خواهش لري، بيا د هٰغه خواهش نه منع شي  او پۀ ځان باندې (نورو له) ترجيح ورکړي، نو الله پاک هغۀ بخښي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! د حضرت مولیٰ علي شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ وسيله دې الله پاک زمونږه د قربانۍ او د سخاوت توفيق نصيب کړي، کاش چې بغير د حساب نه مو جنَّت ته داخليدل نصيب شي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

بِلا حساب ہو جنّت میں داخِلہ یَاربّ!                                                                پڑوس خُلد میں سرور کا ہو عطا یَاربّ!

نبی کا صَدقہ سدا کیلئے تُو راضی ہو                                                                                      کبھی بھی ہونا نہ ناراض یَاخدا! یَاربّ!

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

د شکريه کولو طلب يـې هم اونه ساتلو

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک د حيدر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د کورنۍ د ځانګړي سخاوت يو بل ښکلے اړخ پۀ دې آيت کښي بيان کړو، ارشاد دے:

اِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللّٰهِ لَا نُرِیْدُ مِنْكُمْ جَزَآءً وَّ لَا شُكُوْرًا(۹) اِنَّا نَخَافُ مِنْ رَّبِّنَا یَوْمًا عَبُوْسًا قَمْطَرِیْرًا(۱۰) (پارہ:29 ، سورۀ دھر:9-10)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږه خاص د اللہ د رضا د پاره پۀ تاسو طعام خورو. مونږه نۀ تاسو نه بدل غواړو او نۀ شکريه۔ بے شکه مونږ ته د خپل رب نه د يوې داسې ورځې ويره ده کومه چې ډيره ترخه، نهايت سخته ده۔


 

 



[1]... اِتحافُ السّادَۃ للزّبیدی ، جلد:9 ، صفحہ:779، جامع الاحادیث ، جلد:3 ، صفحہ:428، حدیث:9572۔