Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نَاجَیْتُمُ الرَّسُوْلَ (پارہ:28 ، سورۀ مجادله:12)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ايمان والؤ چې کله تاسو رسول ته پۀ تنهايۍ کښې څۀ خبره عرض کول غواړئ۔
نازل شو نو د الله پاک اخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته وفرمائيل: ستاسو پۀ خيال يو دينار ټيک دے؟ ما عرض وکړو: خلق به د دومره وَس نۀ لري۔ اوئې فرمائيل: نيم دِينار۔ ما عرض وکړو: دا به هم ورنکړے شي۔ حضور پر نُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: بيا څومره پکار دي۔ ما عرض وکړو: د وربشو د يوې دانې برابر۔ اوئې فرمائيل: تاسو خو ډير تنګدسته يئ ۔ بيا دا آيت نازل شو:
ءَاَشْفَقْتُمْ اَنْ تُقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیْ نَجْوٰىكُمْ صَدَقٰتٍؕ- (پارہ:28 ، سورۀ مجادله:13)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا تاسو د دې خبرې نه ويَريدئ چې تاسو د خپل عرض نه مخكښې څۀ صدقه ورکړئ۔
حضرت علي المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: بس زما پۀ وجه الله پاک پۀ دې اُمَّت باندې اساني وفرمائيله۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا د حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ځانګړے شان دے،چي پۀ ټول اُمَّت کښې هغوئي ته د يوې داسې صدقې ورکولو سعادت هم حاصل دے د کومې صدقې د ورکولو چې بَل چا ته موقع هُم ميلاؤ نۀ شوه۔
یا علیَّ المرتَضیٰ، مولیٰ علی مشکل کُشا آپ ہیں شیرِ خدا، مولیٰ علی مشکل کُشا
پیکرِ جُودو سخا تُو، میں فقیر و بےنوا تُو ہے داتا میں گدا، مولیٰ علی مشکل کُشا
د څلورو درهمو د خيرات کولو څلور اندازونه