Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

زمونږه د خيرات کولو انداز

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د مسلمانانو د څلورم خليفه اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ۔۔۔!! د هغوئي سره صرف څلور درهمې وې، هغوئي هٰغه څلور واړه د الله پاک پۀ لار کښې خيرات کړې! او انداز يـې د څلور واړو د پاره مختلف وساتلو، يو يـې پۀ ورځ کښې خيرات کړو، يو يـې پۀ شپه کښې، يو يـې پۀ پټه خيرات کړو او يو يـې پۀ ظاهره چې پته نۀ لګي چې کوم يو درهم او کوم يو انداز د الله پاک خوښ شي او د زيات قبوليت شرف بيامومي او پۀ رحمتونو او برکتونو کښې د نور زياتوالي سبب جوړ شي۔

دا د صحابئ رسول، مولائے کائنات رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مبارک انداز دے او بل خوا زمونږ حالت دا دے چې کله د صدقې او د خيرات کولو همت هم وکړو نو د الله پاک د رضا نيت چرته وي۔۔۔!! څنګه اِخلاص او للّٰهِيَّت چرته وي۔۔۔!! بس چې پۀ څۀ طريقه خلقو ته معلومه شي چې جناب نن دومره روپۍ خيراتي کړې دي! تر څو پورې چې زمونږه صدقې او خيرات ته شهرت ميلاؤ نۀ شي نو سکون نۀ راځي، که پۀ جومات کښې څۀ ورکړو نو خواهش مو وي چې اِمام صاحب مو نوم واخلي او دُعا وکړي  چې خلقو ته زما د چندې ورکولو پته ولګي۔ که د يو مسلمان سره مو ښيګړه وکړه نو خواهش مو هم دا وي چې بيا څۀ داسې صورت هم جوړ شي چې زمونږه نوم راشي، د خلقو پۀ ژبه باندې بس زمونږ د سخاوت خبرې وي، که پۀ چا باندې احسان وکړو نو خواهش مو وي چې دا زمونږه خادِم جوړ شي، زمونږه تعريفونه کوي حالانکې قرآنِ کريم مونږ ته د احسان نۀ ضباطلو او د هغې بدله صِرف د الله پاک د ذات نه د غوښتلو حکم راکوي: