Book Name:Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat
نارِ دوزخ سے بے شک بچائے گی یہ رب سے دلوائے گی تم کو جنت نَماز
بھائیو! گر خُدا کی رِضا چاہئے آپ پڑھتے رہیں باجماعت نَماز
آؤ مسجد میں جُھک جاؤ رب کے حُضُور تم کو دلوائے گی حق سے رِفْعَت نَماز([1])
حضرت علّامه مفتي عنايت احمد کاکوروي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکلي دي: يو ځل پۀ بغداد شريف کښې يوه مالداره زنانه وفات شوه، د ساه ورکولو نه پس خلقو د هغې مړے پۀ څادر کښې پټ کړو، وروستو چې تري کله د غسل او کفن د پاره څادر لري کړے شو نو يو نا اشنا منظر وو، څۀ ګوري چې يو تور مار د هغې د وجود نه راچاپيره شوے وو او هٰغه جينۍ له يـې پۀ مخ باندې ټکونه ورکول، خلقو مار مړ کول غوښتل خو د جينۍ پلار ووئيل: دا مار داسې نۀ دے کوم چې زمونږه په وژلو مړ شي۔ دا مار د الله پاک غضب معلوميږي۔ خير بيا د جينۍ پلار مار ته مخاطب شو او اوئې وئيل: اے ماره! تۀ د الله پاک پۀ حکم راغلے يـې خو مونږ ته هم دې مړي له د غسل او د کفن ورکولو حکم دے، ځکه مونږ له مهلت راکړه چې مونږ دې له غسل او کفن ورکړو۔ پۀ دې اوريدو مار د جينۍ د مړي نه جدا شو او د کور پۀ يو ګوټ کښې کښيناستو، بيا چې کله هغې له غسل ورکړے شو او کفن ورته واچولے شو او پۀ کټ کښې کيښودے شوه نو مار بيا راغلو او هم هٰغه شان د مړي نه راتاؤ شو۔ تر دې پورې چې هم د هغې سره پۀ قبر کښې دفن شو۔ د دفن کولو نه پس خلقو د جينۍ د پلار نه پوښتنه وکړه چې دې جينۍ به کومه ګناه کوله؟ د جينۍ پلار ووئيل: دې به کله نا کله نـمونځ قضا کولو۔ ([2])
بے نَمازی کی نحوست ہے بڑی مر کے پائے گا سزا بے حد کڑی
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد