Book Name:Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat
لَاحَوْلَ وَلَا قُوَّۃَ اِلَّا بِاللہ...!! اندازه ولګوئ چې زمونږه څۀ حالت شوے دے۔ د وخت ګرداب دے، نحوست، بے برکتۍ، پريشانۍ واضحه وينو، محسوسوو يـې چې وخت زمونږ پۀ حق کښې نۀ دے، د دې باوجود هم نـمونځ مونږ نشو کولے۔ حالانکې د نارينه د پاره د ټولو نه لويه وظيفه هم دغه ده چې پينځه واړه نـمونځونه هم پۀ جومات کښې ادا کړي۔
عمل کا ہو جذبہ عطا یاالہٰی! گناہوں سے مجھ کو بچا یاالہٰی!
میں پانچوں نَمازیں پڑھوں باجماعت ہو توفیق ایسی عطا یاالہٰی!
میں پڑھتا رہوں سنتیں ،وقت ہی پر ہوں سارے نوافِل ادا یاالہٰی!
دے شوقِ تِلاوت دے ذَوقِ عبادت رہوں باوُضو میں سدا یاالہٰی!([1])
الله پاک دې مونږ ته د پينځوؤ واړو نـمونځونو د جَمعې سره د ادا کولو بلکې د اشراق او د څاخت، اوابين او د تهجدو وغيره د نفل نـمونځونو هم پابندي راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
د خواهشونو د تابعدارۍ کولو نقصانونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د معاشرې د خرابوونکو بدو خلقو دويم عيب الله پاک دا بيان کړو چې:
وَ اتَّبَعُوا الشَّہَوٰتِ
(پارہ:16 ، سورۀ مریم:59)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د خپلو خواهشاتو تابعداري يـې وکړه۔
دا هم ډير لوئي عيب دے بلکې داسې دې ووئيلے شي چې د عيبونو جرړه ده، پۀ نـمونځونو کښې د سستۍ يو سبب هم دا دے: د نفس د خواهشاتو تابعداري کول۔