Book Name:Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat
پۀ سمندر کښې قحط ولې راغلو۔۔۔؟
منقول دي: يو بزرګ پۀ کشتۍ کښې کښيناستو او چرته روان وو، ناڅاپه د هغوئي نظر پۀ سمندر باندې پريوتو نو اوئې کتل چې د سمندر ځناور يو بَل خوري، هغۀ پۀ دې ليدلو ډير حيران شو، د ماڼکي [يعنې د کشتۍ چلوونکي] نه يـې پوښتنه وکړه: دا څۀ راز دے؟ د سمندر ځناور يو بَل ولې خوري؟ ماڼکي ووئيل: زۀ د 10 کالو نه د ځناورو هم دغه حالت وينم خو ما ته د دې راز معلوم نۀ دے۔ دا څوک نيک بزرګ وو، هغوئي د الله پاک پۀ بارګاه کښې دُعا وکړه نو هَاتِف (يعنې يوې فرښتے وغيره غيبي) اواز وکړو او اوئې وئيل: يوه ورځ يو بے نـمانځه د سمندر پۀ خوا تيريدلو، هٰغه وخت هغۀ تږے شو نو هغۀ د سمندر نه يو چونک راډک کړو او اوبه يـې څښل غوښتل ، څنګه چې هغۀ اوبه خُلې ته کړې نو د سمندر اوبه تروې وي، هغۀ اونه څښلے شوې او هغۀ د خُلې کنګال کړے شوې اوبه واپس سمندر ته ګزار کړې، دا د هٰغه بے نـمانځه د خُلې نه د وتلو اوبو نحوست دے چې پۀ دې وجه پۀ سمندر کښې قحط راغلو، د هٰغه ورځې نه مهيان يو بَل خوري۔ ([1])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
د کلي د برباديدو يو عبرتناک سبب
دغه شان پۀ بعضې کتابونو کښې دا عبرتناکه واقعه هم ليکلے شوې ده چې يو ځل د الله پاک خوږ نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د يو غر پۀ خوا تيريدلو، هغوئي وکتل چې هلته يو ښار دے، الله پاک هٰغه ښار ته بے شميره نعمتونه عطا کړي دي، هلته باغونه دي، ميوې، ګلونه دي، د هٰغه ځائے د اوسيدونکو سره څاروي هم دي او ټول د الله پاک پۀ اطاعت او عبادت کښې ښه خوشحاله ژوند کوي، د دغه ښار والؤ چې کله د الله پاک نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام وليدلو نو هغوئي يـې ډير تعظيم وکړو او ډير احترام يـې وکړو۔