Book Name:Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نـمونځونه ضائع کول يعنې نـمونځونه قضا کول، پۀ وخت باندې نۀ کول ډيره د نقصان خبره ده: * خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د چا چې نـمونځ نشته د هغۀ پۀ اِسلام کښې هيڅ حصه نشته۔ ([1]) * پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: څوک چې قصداً يو نـمونځ پريږدي، د هغۀ نوم د دوزخ پۀ يوه دروازه باندې وليکلے شي پۀ کومه به چې هغۀ دوزخ ته داخليږي۔ ([2]) * پۀ روايت کښې دي: د چا نـمونځ چې وفات شو لکه چې د هغۀ اهل او مال لاړو (يعنې د بنده اهل او مال هلاکيدل چې څنګه ډير نقصان دے، هم داسې نـمونځ وفات کيدل هم ډير نقصان دے)۔ ([3]) * روايت دے: الله پاک خپل نبي حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي وفرمائيله: اے داؤده! بني اسرائيلو ته ووايه! چا چې يو نـمونځ هم پريښودو، د قيامت پۀ ورځ باندې زۀ پۀ هغۀ باندې غضب کووم ۔ ([4])
الله! الله! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ دې نقصان باندې غور وکړئ! د قيامت هٰغه وحشت ناکه ورځ،چي نمر به نيزه وال وي او وور به وروي، د اوسپنې زمکه به سَرۀ شوې وي، د ګرمۍ له وجې به زړۀ خُلې له راځي، دماغ به خوټکيږي، ټول مخکښيني وروستني به راجمع شوي وي، زمونږ سره هٰغه اعمال چرته دي کوم چې مونږه هٰغه وخت د عذاب نه نجات راکړي، هٰغه وخت خو به د الله پاک د رحمت او د هغۀ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت ملاتړ وي خو افسوس که پۀ دُنيا کښي مو نـمونځونه ضائع کړي وي او الله پاک پۀ دې باندې ناراضه شو او د قيامت پۀ ورځ مونږه د الله پاک د رحمت نه محرومه شو او د هغۀ د غضب ښکار شو نو زمونږه به څۀ کيږي۔۔۔!!