Book Name:Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه پۀ شروع کښې د سورۀ مريم د يو آيت مبارک د اوريدو سعادت حاصل کړو۔
سورۀ مريم د شپاړسمې سيپارې يو مختصر سورت دے، پۀ دې مبارک سورت کښې الله پاک د مختلفو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ذِکر کړے دے، مثلاً فرمائي:
وَ اذْکُرْ فِی الْکِتٰبِ اِبْرٰھِیْمَ ۬ؕ اِنَّہٗ کَانَ صِدِّیْقًا نَّبِیًّا (۴۱)
(پارہ:16، سورۀ مريم: 41)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ کتاب کښې ابراهيم ياد کړه بے شکه هغۀ ډير زيات رښتينے نبي وو۔
بيا فرمائي:
وَ اذْکُرْ فِی الْکِتٰبِ مُوْسٰۤی ۫ اِنَّہٗ کَانَ مُخْلَصًا وَّ کَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّا (۵۱)
(پارہ:16 ، سورۀ مریم:51)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ کتاب کښې موسیٰ ياد کړه، بے شکه هغۀ خاص کړے شوے بنده وو او هغۀ نبي رسول وو۔
بيا لږ مخکښې فرمائي:
وَ اذْکُرْ فِی الْکِتٰبِ اِسْمٰعِیْلَ ۫ اِنَّہٗ کَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَ کَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّا (ۚ۵۴)
(پارہ:16 ، سورۀ مریم :54)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ کتاب کښې اِسمٰعِيل ياد کړه بے شکه هغۀ د وعدې رښتونے وو۔
داسې يـې د نورو ډيرو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام او د هغوئي د اولاد ذِکر وفرمائيلو او د