Book Name:Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat
پۀ روايت کښې دي: غَیّ پۀ دوزخ کښې يوه دَره ده د کومې ګرمي او ژور والے چې د ټولو نه زيات دے، پۀ دې کښې يو کوهے دے د کوم نوم چې هَب هَب دے، چې کله د دوزخ وور مړ کيدو ته نزدې کيږي نو الله پاک دغه کوهے برسيره کوي د کومې سره چې هغه بيا (د مخکښې پۀ شان) لَمبه شي۔ ([1])
الله! الله! څنګه دردناک عذاب دے، د کوم چې دا خلق حقدار شول۔ الله پاک دې مونږه د دوزخ د عذاب نه محفوظ کړي۔ کاش چې بغير د حساب نه جنَّت ته داخليدل مو نصيب شي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
مجھے سچّی توبہ کی توفیق دیدے پئے تاجدارِ حرم یاالہٰی!
مجھے نارِ دوزخ سے ڈر لگ رہا ہے ہو مجھ ناتوُاں پر کرم یاالہٰی!
سدا کیلئے ہو جا راضی خدایا ہمیشہ ہو لُطف و کرم یاالہٰی!([2])
د معاشرې د خرابتيا دوه بنيادي وجهې
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې د يو کَس او د کَس نه تر معاشرې پورې: ټوله د خرابتيا جرړه دوه څيزونه دي: (1): نـمونځونه ضائع کول او (2): د خپل نفس د خواهشاتوتابعداري کول۔
نن چې مونږه پۀ خپله معاشره باندې غور وکړو چې مونږ چرته ولاړ يو؟ پۀ ټوله معاشره کښې يو عجيبه نا قلاري ده او سکون نشته، غريب هم نا قلاره دے او پۀ زرګونو ګټونکے هم پۀ سکون کښې نۀ دے، ګراني، بے روزګاري، پريشانۍ، مشکلات، بيا د دې سره سره غلا، ډاکه، بدکاري، هدفي وژنې (Target killing) او پته نۀ لګي چې څنګه څنګه جرمونه پۀ معاشره کښې عام شوي دي او نور هم زياتيږي، ټول پۀ څۀ نا څۀ انداز کښې