Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat

Book Name:Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat

محفوظ نۀ دي او د نا قلارۍ ښکار هم دي۔ د دې سبب څۀ دے؟ دوه بنيادي وجهې دي: نـمونځ يعنې هٰغه بهترين عبادت کوم چې مونږه د ګناه او بے حيايۍ نه منع کوي، زمونږه زړۀ پاکوي، کردار مو ښه کوي، مونږ د دننه نه ټيک کوي، نن مسلمانانو دغه نـمونځ ضائع کړو۔

د نـمونځونو د ضائع کولو مختلف اندازونه

آؤ جي! نن څومره خلق دي کوم چې نـمونځونه کوي؟ جوماتونه څومره اباد دي؟ د روژې پۀ مياشت کښې هم ټول مسلمانان جوماتونو ته نۀ راځي، د عامو ورځو پۀ نسبت يو څو فيصده نـمونځ کوونکي زيات شي نو پۀ جوماتونو کښې ځائے کم شي۔ که ټول مسلمانان 100 فيصده جومات ته راشي نو يقين وکړئ چې پۀ سمدستي توګه به د نورو جوماتونو جوړولو ضرورت پيښ شي خو افسوس چې نن زياتره مسلمانان نـمونځ نۀ کوي * بيا چې کوم خلق نـمونځ کوي: د هغوئي حال ته هم وګورئ، پۀ دې آيت مبارک کښې د نـمونځونو د ضائع کولو څۀ مطلب دے؟ د دې مختلف اندازونه او مختلف صورتونه کوم چې علمائے کرامو بيان کړي دي، پۀ هغې باندې چې مونږه غور وکړو نو کيدے شي چې د نـمونځ کوونکو هم يوه داسې شميره راوځي کومه چې د دې آيت مطابق پۀ نـمونځونو ضائع کوونکو کښې شمار شي۔ آؤ جي! * نـمونځ بالکل نۀ کول: دا د نـمونځ د ضائع کولو يو صورت دے او زمونږه اکثريت هم داسې دے * داسې قِسمه نـمونځ چې د ظاهري باطني حقونو خيال پکښې اونه ساتلے شي: دا هم نـمونځ ضائع کول دي۔ علّامه قرطبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې معنې پۀ تائيد کښې يو حديثِ پاک نقل کړے دے، ليکلي يـې دي چې صحابئ رسول حضرت حذيفه رَضِیَ اللهُ عَنْہُ يو کَس وليدو، هغۀ پۀ نـمونځ کښې رکوع او سجده وغيره پوره طور نۀ ادا کوله، هغوئي د هغۀ نه پوښتنه وکړه: تۀ د کله نه داسې نـمونځ کوې؟ اوئې وئيل: د 40 کالو نه۔ اوئې فرمائيل: تا د 40 کالو نه هيڅ نـمونځ ونکړو۔ ([1])


 

 



[1]... تفسیر قرطبی، پارہ:16 ، سورۂ مریم، زیرِ آیت:59 ، جز:11 ، جلد:6 ، صفحہ:33۔