Book Name:Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat
د مسلم شريف حديثِ پاک دے، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د هر نبي عَلَیْهِ السَّلَام پۀ اُمت کښې د هغوئي حواري (يعنې پۀ هغوئي باندې ايمان راوړونکي) وي، کوم چې د خپل نبي عَلَیْهِ السَّلَام پۀ سُنَّتو باندې عمل کوي، د هغوئي پۀ احکامو باندې پوخ يقين هم ساتي (عمل پرې کوي، بيا چې کله حواري يو يو د دُنيا نه لاړ شي نو) د هغې نه پس هٰغه خلق راشي کوم چې د مخکښينو خلقو نه په اُلټا لار باندي روان وي، دوئي هٰغه څه وائي کوم چې کوي نۀ او هٰغه کارونه کوي، د کومو چې دوئي ته حکم نۀ وي شوے۔ ([1])
لکه چې دا د هر اُمت معامله ده، چې تر څو پورې نبي عَلَیْهِ السَّلَام پۀ دُنيا کښې تشريف فرما وي او د هغوئي نه پس د هغوئي صحابه، پۀ هغوئي باندې ايمان راوړونکي پاک خلق موجود وي نو معاشره پاکه وي، هٰغه خلق د خپل نبي عَلَیْهِ السَّلَام پۀ سُنَّتو باندې روان وي، د الله پاک او د هغۀ د نبي عَلَیْهِ السَّلَام پۀ احکامو باندې عمل کوي، خو چې کله دا خلق د دُنيا نه لاړ شي نو د هغوئي نه پس د هغوئي نه پۀ اُلټا لاره باندې راتلونکي چې کله راشي نو معاشره خرابه شي، ترقي پۀ تنزلۍ کښې بدليدل شروع شي، د معاشرې عروج پۀ ښکته راغورځيدو کښې بدل شي او دا د نيکانو خلقو نه پس راتلونکي څۀ کوي؟
اَضَاعُوا الصَّلٰوةَ وَ اتَّبَعُوا الشَّهَوٰتِ
دوئي (1): نـمونځونه ضائع کوي او (2): د خپل نفس د خواهشاتو تابعداري کوي۔ د داسې خرابو او بد بخته خلقو انجام څۀ دے؟ الله پاک فرمائي:
فَسَوْفَ یَلْقَوْنَ غَیًّا (ۙ۵۹)
(پارہ:16 ، سورۀ مریم:59)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هغوئي به د دوزخ خوفناکې کندې غۍ سره مخ کيږي۔