Book Name:Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat
د نفس د خواهشاتو د تابعدارۍ پۀ نقصانونو باندې 4 حديثونه
* د الله پاک خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: درې څيزونه پۀ هلاکت کښې غورځول کوي: (1): هٰغه بخل د کوم چې اطاعت وکړے شي۔ (2): هٰغه د نفس خواهشات د کومو چې تابعداري وکړے شي۔ (3): او د انسان خپل ځان ښه ګڼل۔ ([1]) * د حضرت جابِر بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: زما پۀ خپل اُمت باندې د دوو خبرو ډيره ويره ده: (1): د خواهشاتو تابعداري کول۔ (2): اوږده اُميدونه ساتل۔ ځکه چې د خواهشاتو تابعداري کول د حق نه منع کول کوي او اوږده اُميدونه اخرت هيروي۔ ([2]) * د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: خراب بنده هغۀ دے څوک چې نفساني خواهشاتو د نيغې لارې نه بے لارې کړو، خراب بنده هغۀ دےڅوک چې د هغۀ خواهشات ذليل کړي۔ ([3]) * د دواړو جهانو مالِک او مختار، مکي مَدَني سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د نفس د خواهشاتونه ځان ساتئ ځکه چې دا انسان ړوندوي،او کوڼوي۔ ([4])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د معاشرې د خرابيدو دوه اهمې وجهې قرآنِ کريم بيان کړې: (1): نـمونځ ضائع کول (2): د خواهشاتو تابعداري کول۔ نن مونږ له دا پخه اراده کول پکار ده چې مونږ به د دواړو ګناهونو نه ځان هر وخت بچ ساتو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د روژې پۀ مياشت کښې د نـمونځ کوونکو شميره ښه زياتيږي، پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې مو نـمونځونه کړي دي، اوس دا نيک کار جاري ساتل پکار دي، ټول کال بلکې چې تر څو پورې ژوندي يو، هميشه پينځه واړه نـمونځونه هُم د جَمعې سره ادا کول پکار دي، د دې سره سره د نفس د خواهشاتو نه هم بچ کيدل پکار دي، چې مونږه دا دواړه کارونه