Book Name:Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat
د نـمونځ پريښودو د دُنيا يو څو نقصانونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د نـمونځ پريښودو د اخرت نقصانونه خو پۀ خپل ځائے دي خو د دې سره سره پۀ دُنيا کښې هم د دې نقصان دے۔ پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: کوم بنده چې د سستۍ پۀ وجه نـمونځ پريږدي، هغۀ له پۀ دې دُنيا کښې هم پينځه سزاګانې ورکولے کيږي: (1): د هغۀ د عمر نه به برکت ختم کړے شي (2): د هغۀ د مخ نه به د نيکانو خلقو نخښي ختمي کړے شي (3) : اللہ پاک به ورله د څۀ عمل ثواب نۀ ورکوي (4): د هغۀ يوه دُعا به هم اسمان ته نۀ رَسي (5): د نيکانو بندګانو پۀ دعاګانو کښې به د هغۀ هيڅ حصه نۀ وي۔ ([1])
علّامه عبد الفتّاح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د نـمونځ بالکل نۀ کولو يا د جَمعې پريښودو پۀ وجه برکت ختميږي۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ چې دا هم څومره عبرتناکې سزاګانې دي: د نـمونځ نۀکوونکي د عمر نه برکت ختمولے کيږي: نن چې مونږه وګورو نو هم داسې کيږي، مرګ راتلل حق دي، د دې وخت مقرر دے، مرګ هم پۀ خپل مقرر کړے شوي وخت راځي خو مونږه ګورو چې اوس ناڅاپه د مرګ واقعې زياتې شوې دي ، دغه شان سحر شي، ماښام شي، وخت د تيزې سيلۍ پۀ شان تيريږي او زمونږه کارونه نۀ پوره کيږي، داسې محسوسيږي چې زمونږه د وخت نه برکت اوچت کړے شوے دے، دا هم د نـمونځ نۀ کولو نحوست [سپيرۀ والے] دے او بيا د نـمونځ نۀ کولو پۀ نحوست د رزق نه برکت اوچتولے کيږي۔