Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat

Book Name:Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat

   چې مونږه لږ غور وکړو: دلته چې کوم نـمونځ کوونکي دي، پۀ هغې کښې څومره داسې دي چا ته چې شرائط، فرائض، واجبات وغيره معلوم دي او د هغې د رعايت خيال ساتلوسره  نـمونځونه کوي * بيا هٰغه خلق کوم چې نـمونځونه کوي: د نـمونځ فرائض او واجبات پوره ادا کوي، د هغوئي د پاره هم د غور مقام دے، علمائے کرام فرمائي: د نـمونځ کولو نه پس پۀ غيبت کولو د نـمونځ ثواب ضائع کول هم د نـمونځونو د ضائع کولو يو صورت دے۔ ([1])

 اَللہُ اَکْبَر! دا ټول صورتونه د نـمونځونو د قضا کولو دي او افسوس چې نن سبا پۀ معاشره کښې دا ټول صورتونه موجود دي او زمونږه د زوال يوه بنيادي وجه هم دا ده۔ کاش چې زمونږه توفيق نصيب شي او مونږه د نـمونځونو د ضائع کولو نه بچ کيدونکي جوړ شو۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

میں پانچوں نَمازیں پڑھوں باجماعت                                                       ہو توفیق ایسی عطا یاالٰہی!

میں پڑھتا رہوں سنتیں، وقْت ہی پر                                                             ہوں سارے نوافِل ادا یاالٰہی!

دے شوقِ تلاوت دے ذَوقِ عبادت                                             رہوں بَاوُضو میں سدا یاالٰہی!

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

د منافقانو پۀ تورات کښې بيان کړے شوي صفتونه

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا دواړه کارونه يعنې نـمونځونه ضائع کول او د خواهشاتو تابعداري کول د مسلمانانو نۀ بلکې د منافقانو دي۔ تابعي بزرګ حضرت کَعبُ الاَحبَار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ الله پاک مې دې قَسم وي! ما پۀ تورات کښې د منافقانو دا صفتونه لوستلي دي چې هغوئي پۀ خواهشاتوپسې تلونکي او نـمونځونه پريښودونکي دي۔ ([2])


 

 



[1]... تفسیر روح البیان ، پارہ:16 ، سورۂ مریم ، زیرِ آیت :59، جلد:5 ، صفحہ:347۔

[2]... تفسیرِ درِّ منثور ، پارہ:16 ، سورۂ مریم، زیرِ آیت:59 ، جلد:5 ، صفحہ:526 ملتقطًا۔