Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat

Book Name:Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat

آه! نن خو دا حال دے چې کيدے شي چې پۀ هر کور کښې بے نـمانځه وي، اِلّا مَاشَآءَ اللہ! چې کوم نـمونځ ګزاره دي، الله پاک دې هغوئي سلامت ساتي، ګنې نو د اکثرو کورونو حال هم داسې دے، چې زوي يـې نـمونځ ګزاره دے نو پلار يـې بے نـمانځه دے، چې پلار يـې نـمونځونه کوونکے دے نو زوي يـې بے نـمانځه دے، چې ټول کور نـمونځ ګزاره وي، داسې کورونه به درته ډير کم ميلاؤ شي او چې ټول پۀ ټوله خاندان بے نـمانځه وي، داسې کورونه به پۀ کثرت سره ميلاؤيږي۔ زمونږه عملي حالت داسې دے، بيا مونږه فريادونه کوو چې پۀ رزق کښې برکت نشته، پۀ زرګونو ګټي خو بيا هم نۀ پوره کيږي۔

د سحر د نـمونځ د پاره راپاڅيدے نشم

د يو جومات د امام صاحب بيان دے، وائي چې يوه ورځ زما خوا له يو کَس راغلو، ډير پريشانه وو، هغۀ ډير پۀ غم زپلي اواز کښې ووئيل: قاري صاحبه! زۀ د وخت پۀ ګرداب کښې راګير يم، ورځې مې ښې نۀ دي، زما کارخانه وه، هغه بنده شوه، هيڅ کار مې نۀ روانيږي، حال مې داسې دے چې سرو زرو ته لاس کړم نو خاورې ترينه جوړې شي۔ ما ته څۀ وظيفه وښايئ!

اِمام صاحب فرمائي: شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه  د بے روزګارۍ، تنګدستۍ او غريبۍ نه د بچ کيدو ډيره زبردسته وظيفه ورکړې ده، ما پخپله هم پۀ دې باندې ډير ځل عمل کړے وو، ما هم هٰغه وظيفه هٰغه صاحب له هم ورکړه، هٰغه وظيفه څۀ ده؟ ما ووئيل: د سحر د نـمونځ نه پس د نمر خاتۀ طرف ته مخ کړئ او 300 کرته      بِسْمِ الله او 300 کرته چې کوم درود هم وي لولئ يې!

بس د دې وظيفې اوريدو سره هٰغه پريشان حاله صاحب غلي شان ووئيل: قاري صاحبه! څۀ بله يوه وظيفه وښايئ! زۀ د سحر د نـمونځ د پاره راپاڅيدے نشم۔