Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat

Book Name:Namaz Na Parhne Ke Nuqsanat

درې کاله پس حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام بيا پۀ هٰغه ځائے تيريدلو نو هغوئي پۀ دې ليدلو ډير حيران شو چې د هٰغه ښار باغونه او کورونه وران ويجاړ شوي دي، نهرونه او چينې وَچې شوې دي، اوس نۀ هلته ګلونه شته او نۀ ميوې، نۀ ځناور او نۀ څوک انسان هلته اوسيدو۔ د داسې خوشحاله ښار داسې وران ويجاړ حال يـې چې وليدلو نو حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض وکړو: الٰہی! د دې ښار خلق پۀ کوم مصيبت کښې راګير شول؟ د دې د ونو، چينو او د ودانو د بربادۍ څۀ سبب دے؟ دوئي چا د نظره کړل؟ که چا پۀ دوئي باندې جادو وکړو؟ چا دښمن دوئي له شکست ورکړو که ستا د اطاعت او فرمانبردارۍ د پريښودو دوئي ته سزا ميلاؤ شوې ده؟ د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ دې عرض باندې حضرت جبريل امين عَلَیْهِ السَّلَام پۀ خدمت کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو: اے د الله پاک نبي عَلَیْهِ السَّلَام ! دا ښار نۀ خو چا د نظره کړے دے، نۀ دوئي د الله پاک اطاعت پريښودے دے، نۀ پۀ دوئي باندې جادو شوے دے، د دوئي د بربادۍ اصلي سبب دا شو چې يوه ورځ پۀ دې ښار باندې يو بے نـمانځه تيريدلو، هغۀ د دوئي پۀ چينه کښې مخ وينځلو، د هٰغه بے نـمانځه د مخ سره د لګيدلو اوبو دا نحوست شو چې د دوئي چينې وَچې شوې، د دوئي باغونه وران شو او دا ښار ويجاړ شو۔ بيا حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام عرض وکړو: اے عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ! تاسو د بے نـمانځه د دُنيا نحوست خو وليدلو، د قيامت پۀ ورځ باندې به دوزخ د بے نـمانځو نه ډکولے شي۔ ([1])

الله! الله! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غور وکړئ چې د يو بے نـمانځه د خُلې کنګالولو د اوبو داسې نحوست شو چې پۀ سمندر کښې قحط راغلو او د يو بے نـمانځه د مخ سره د لګيدلو اوبو داسې نحوست ظاهر شو چې هٰغه اوبه چينې ته لاړې، پۀ هٰغه چينه کښې د هغۀ نحوست شامل شو، بيا چې د هٰغه چينې اوبه کوم کوم ځائے ته ورسيدلې، هلته هم نحوست خور شو، داسې يو ښکلے ودان ښار وران ويجاړ شو۔


 

 



[1]... انیس الجلیس (مترجَم)، صفحہ:7۔