Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

     12 مَدَني كارونو كښې د دې مَدَني كار يعني د ”صدائے مدينه“ باره كښې تفصيلي معلوماتو حاصلولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه رِساله ”صدائے مدينه“ اولوَلئ، ټول اسلامي ورونړه او بِالخصوص تنظيمي ذِمَّه داران دا رساله ضرور اولوَلئ، دا رساله د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه د بستے نه طلب كولو سره سره د دعوتِ اسلامي ويب سائټ باندې هُم لوستلے شئ.

د دې رسالے د مطالعے په بَرَكت به تاسو ته دا معلومات حاصل شي، * صدائے مدينه څه ته وائي؟ * صدائے مدينه كښې مسلمانانو د پاره دُعا * د صدائے مدينه دُنيوي فائدے * د صدائے مدينه يو څو مَدَني ګلونه * كوڅه كښې د صدائے مدينه لګولو طريقه * د صدائے مدينه مدني سپرلي وغيره وغيره.

اَلْحَمْدُ لِلّٰه * د ”صدائے مدينه“ په بَرَكت د تَهَجُّد د لـمانځه سعادت حاصليدے شي * د صدائے مدينه په بَرَكت د لـمانځه حفاظت كيږي * د ”صدائے مدينه“ په بَرَكت د جُمات وړومبي صَف كښې تكبيرِ اُولٰى سره د سحر د لـمانځه ادا كولو سعادت حاصليدے شي * د ”صدائے مدينه“ په بَرَكت ”د نيكئ دعوت“ وركولو ثواب هم ګټلے شي. * د ”صدائے مدينه“ په بَرَكت د عاشقانِ رسول مَدَني تَحريك دعوتِ اسلامي مشهوري او نيك نامي كيږي *صدائے مدينه“ لګولو والا مسلمانانو ته بيا بيا د حج او خوږے مدينے ليدلو دُعا كوي، كه الله اوغواړي نو دا دُعاګانې به د هغه په حق كښې هُم قبولې شي.

   *صدائے مدينه“ كښې د پيدل ګرځيدو په وجه به ستاسو صحت هُم ښه كيږي، دا يوه اضافي فائده ده، نِيَّت صرف د ثواب پكار دے * د دعوتِ اسلامي مَدَني ماحول كښې مسلمانان د سحر لـمانځه ته راپاڅولو ته ”صدائے مدينه“ لګول وائي او مسلمانان د