Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

    بَيْتُ الْمُقَدَّس کښې د کافِرانو يو لوئ راهِب وو، يوه ورځ هغه راهِب د قلعے ديوال ته اوختلو او حضرت ابو عُبَيدَه بِن جَرَّاح رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ئې مخاطَب کړو او اوئې وئيل: مونږه به په هر حال کښې ستاسو سره جنګ کوو، زمونږ ښار صِرف يو کَس فتح کولے شي، د هغوئي صفتونه زمونږ په کتابونو کښې ليکلے شوي دي، تاسو هغه نه ئې.

       حضرت ابو عُبَيدَه بِن جَرَّاح رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: هغه به څوک وي؟ ستاسو په کتابونو کښې د هغوئي څه صفتونه ليکلے شوي دي؟ راهِب اووئيل: هغه به د مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) اُمّتي وي، د هغه نوم به عمر بن خطّاب وي، خلق به هغوئي ته فاروق وائي، د دين په مُعامَله کښې به ډير سخت وي، د الله پاک په مُعَامَله کښې به د خلقو د ملامتيا پرواه نه کوي.

      حضرت ابو عُبَيدَه بِن جَرَّاح رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د راهِب د دې خبرې اوريدلو سره مُسکے شو او د خوشحالئ نه ئې اوفرمائيل: فَتَحْنَا الْبَلَدَ  وَ رَبِّ الْکَعْبَۃِ د کعبې په رَبّ مې دې قسم وي! مونږه دا ښار فتح کړو. بيا حضرت ابو عُبَيدَه بِن جَرَّاح رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته خط اوليکلو او بَيْتُ الْمُقَدَّس ته ئې د راتلو عرض اوکړو، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تشريف راوړلو، هغه نصراني راهب حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ليدلو سره سم اوپيژندلو او هغه خپل قوم ته اووئيل: اے