Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar
وو، د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ذِکرِ خير اوشو، په دې حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: لَيَبْكِيَنَّ الْاِسْلَامُ مِنْ بَعْدِ مَوْتِكَ عَلٰى مَوْتِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ يعني يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! اهلِ اِسلام به دوه ځله ژاړي، يو ځل هغه وخت چې کله تاسو د دُنيا نه پرده اوفرمائې او په دويم ځل هله چې كله د حضرت عمر فاروقِ اعظم (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) وِصال اوشي.[1]
فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اِسلام مضبوطه قلعه
حضرت زيد بن وَهب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ مونږ د صحابئ رسول حضرت عبدُالله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په خدمت کښې حاضر وو، د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ذِکرِ خير اوشو، د هغوئي نوم اوريدو سره حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په ژړا شولو، تر دې پورې چې د هغوئي په اوښکو پزكے (يعني انډيرے) لوند شو. بيا هغوئي اوفرمائيل: بيشکه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اسلام د پاره مضبوطه قلعه وه، په کومه کښې چې خلق خو ننوتلے شو خو وتلے ترې نشو. آه! څنګه چې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفات شو، خلق د اسلام نه بهتر وتل شروع شو.[2]